Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره بابېځه وبلله

روسیې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو نوې تګلاره بابېځه وبلله او ټیګار کوي چې په دغه تګلاره کې له زور څخه پر کار اخیستو تمرکز، خواشیني کوونکي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، چې له پوځي ځواک نه کار اخیستل به، د افغانستان کړکېچ پای ته ونه رسوي.

هغه زیاتوي چې له طالبانو سره به خپلې اړیکې وساتي ترڅو هغوی د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره وهڅوي.

هغه څرګنده کړه:«د طالبانو، افغانستان او امریکې په اړه باید ووایم، موږ له دې غمجن یوو، چې د واشنګټن د نوې تګلارې ډېر تمرکز له زور څخه پر کار اخېستلو دی. موږ باور لرو چې د زور نه کار اخېستل  ښه راتلونکې نه لري.»

خو د سپینه ماڼۍ کې چارواکي وایي، افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره اغېزناکه ده او افغانستان ته هیله من دي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسووله سارا سنډرز څرګنده کړه:«د نوې تګلارې یو توپیر دا دی، چې د ځواکونو وتل د شرایطو له مخې دي نه د وخت له مخې. بل دا چې موږ غواړو ډاډه شو، داسې تګلاره لرو، چې د امریکا د پوځ، توان، سیاست او اقتصاد په یوه ځواکمنه لاره کې دي.»

بل لورې، ناټو؛ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:«د ترهګرۍ او بې ثباتۍ اصلې ځالې یوازې زموږ هېوادونو کې نه؛ بلکې زموږ له هېوادونو نه بهر هم باید په نښه شي. نو له همدې کبله، ناټو ژمنه ده، چې افغانستان به بیاځلې د ترهګرو پر خوندي ځای نه بدلېږي.»

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، وایي، د ملت جوړونې په ګډون، د امریکا په نوې تګلاره کې د افغانستان د حکومت ژمنې هم ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیډر ناوېرټ په ډاګه کړه:« د حکومتوالۍ، امنیت، سولې  او اقتصاد د څلورو اصلي معیارونو په ګډون، د دولتي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اسانتیا برابرول، له دولتي ادارو څخه د فساد د جرړو ایستل او د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو لپاره د شرایطو برابرول نورې ژمنې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې تګلارې اعلانولو سره، ملت جوړونه د افغانانو کار بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د ترهګرو پر وژنې پام ورټولوي.

روسیه په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې په بریا کې شک لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کوي چې له پوځي ځواک څخه کار اخیستل، د افغانستان کړکېچ به پای ته ونه رسېږي.

شریک یي کړئ