Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ځواکمنې چاودنې د رسنیو له کارکوونکو قرباني واخیسته

د چهارشنبې (د غبرګولي په ۱۰ مه)په کابل کې د موټربم چاودنه ، د رسنیو د یوه کارکوونکي او یوه کارګر ژوند واخیست او کابو ۱۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

د دغه پېښې شهیدان عزیز نوین د طلوع ټلوېزیون د مسلکي یا مالوماتي ټکنالوژۍ څانګې کارکوونکی او د بي بي سي فارسي یو چلوونکی دی.

د بي بي سي فارسي خبریال تاج الدین سروش له خپلو نورو همکارانو سره د دفتر په لور روان وو چې د برید موخه وګرځېدل.

ښاغلي سروش وویل:«د جرمني سفارت کوڅې په لور، هملته داخل شو، غوښتل مې چې د خپل دفتر په لور ولاړ شو؛کله چې ننوتو، له لومړي او دویم خنډ څخه تېر شو،په وروستي خنډ کې وو چې د یوه ډېر خطرناکه چاودنې غږ پورته شو.»

د بي بي سي فارسي خبریال ایوب اورین هم په دې اړه وايي:«زموږ موټر په هوا شو.کله چې موټر بېرته په ځمکه ولګېد، موږ هغه وخت متوجه شو چې زموږ شاو خوا ټوله خاورې او دود او باروت نیولې ده.»

په دې لړ کې یک ټلوېزیون چې د پېښې ځای ته نېږدې دی ډېر زیانمن شوی دی.

د یک ټلوېزیون انځورګر غلام عباس وویل:«زموږ همکاران،ډېری یې له ښيښې سره ټپيان شول،زموږ څو همکاران چې دننه په سټډیو کې وو، پرې لایټ او نور شیان ولوېدل.»

له بلخوا د رسنیو د څار بنسټ په هېواد کې د خبریالانو لپاره د وضعیت د لاخرابېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د رسنیو د څاربنسټ اجرائیه رییس مجیب خلوتګر وايي:«دغه پېښه ښيي چې واقعاً په افغانستان کې د خبریالۍ کار ورځ په ورځ ستونزمن کېږي.»

د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې ۱۳ خبریالان وژل شوي او له سوریې وروسته د رسنیو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی دی.

د رسنیو د څار بنسټ، د دغه برید له غندلو سره، په هېواد کې اوضاع د خبریالانو لپاره، له مخکې څخه خرابه او ستونزمنه بولي.

شریک یي کړئ