د هلمند ځايي چارواکو د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۰ مه)ویلي چې د دغه ولایت د لویې لارې ۶ پولیس د ماین چاودنې په ترڅ کې وژند له لاسه ورکړی دی.
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه ځواکونه هغه مهال ووژل شول چې د لښکرګاه – کندهار د لارې په اوږدو کې د پوپلزي شاخ په سیمه کې نن له غرمې مخکې د واټ تهڅېرمه په ځای پر ځاي شوي برابر شو.
خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په دغې چاودنه کې ۴ تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.