ولسمشرۍ ماڼۍ نن ګهیځ (شنبه د زمري په ۱۴) ویلي چې ولسمشر اشرف غني ایران ته د دغه هېواد د ولسمشر حسن روحاني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه ولاړ. تمه کېږي چې ولسمشر غني د دوه اړخیزو مسایلو په اړه هم خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هغو اوبو په اړه چې ایران ته بهېږي د حسن روحاني وروستیو څرګندونو په هېواد کې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني، تېره میاشت په تهران کې په یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه ویلي وو:«موږ نه شو کولای د هغه څه په اړه چې زموږ د ژوند چاپېریال را خراب کړي بې تفاوته پاتې شو.په افغانستان کې په پرلهپسې د بندونو جوړېدل لکه د کجکي، کمال خان، سلما او د افغانستان په شمال او سوېل کې نور بندونه، زموږ د خراسان، سیستان او بلوچستان پر ولایتونو اغېزه پرېږدي.»
د حسن روحاني د خبرو په غبرګون کې د افغانستان د برېښنا او اوبو وزارت وویل چې ایران له کلونو راهیسې د ګاونډيتوب په نامه د هیرمند (یا د ننني هملند)سیند اوبه یې څلور برابره اخیستي دي،خو د هغه په وړاندې یې پر تولو هغو سرحدي چینو چې اوبه یې افغانستان ته رابهېدې د پولې هغې غاړې ته د څه باندې ۳۰ بندونو په جوړېدو سره ټولې هغه یې وچې کړې.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې ایران ته د هېواد د بې شمېره اوبو بهېږدل، دغه هېواد یې مفت خوره کړی او د دغو کارپوهانو په اند، کهچېرې د هېواد اوبه له دې وروسته مدیریت نهشي،یوه ورځ به افغانستان له ګاونډیانو سره به د خپلو مرزي اوبو پر سره له سترې ستونزې سره مخ شي.