د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي اثار ویجاړ شوي او د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین شاه الفت وايي چې دغه لرغوني اثار د جګړو او د وخت د حکومتونو د بې پروایۍ له امله په کنډواله بدل شوي دي.
هغه په دې اړه وویل:« مرکزي حکومت ته زموږ د وړاندیز پر بنسټ، اوس دغه ولایت ته یوه تخنیکي ډله راغلې او ډېری لرغوني اثار یې لیدلي او د سروې او څېړنې کار یې ترسره کړی دی.»
له دې ټولو سره د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي چې د دغو اثارو د بیارغونې کار پیل شوی دی.
په ورته وخت کې، د خوست اوسېدونکي وايي کهچېرې حکومت د دغو لرغونو اثارو د بیارغونې لپاره اقدام ونه کړي، دغه اثار به لهمنځه ولاړ شي.
د داد محمد، کیکارک بابا، کاکړ ابا زیارتونوه، د حصار تپې،کاروان سرای، قلعه غازي ببرک خان د خوست ولایت تاریخي او لرغوني اثار شمېرل کېږي.