کهڅه هم په فراه کې حکومتي چارواکي تراوسه هم، په دغه ولایت کې د طالبانو له ناتوانۍ خبرې کولې، خو اوس هغوی په فراه ښار کې د جګړې په مدیریت او له ترهګرو سره په مبارزه کې د خپلې له ناکامۍ خبرې کوي.
د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي وايي چې امنیتي ځواکونو ته په یوې وروستۍ میاشت کې بې مخینې مرګ ژوبله اوښتې ده او طالبان توانېدلي دي چې ځانونه د فراه ښار تر شاوخوا راورسوي.
هغه زیاتوي:«اوسمهال امنیتي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو لپاره هېڅ ډول خوځښت نهلري. او زموږ د ځواکونو دفاعي حالت هم په بشپړه توګه نېمګړی دی؛ یوازې په تېرې یوې اوونۍ کې څه باندې ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.»
د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسېدونکي وايي طالبان د فراه ښار یو شمېر سیمو ته رسېدلي او امنیتي ځواکونه غواړي خپل ژوند خوندي وساتي.
د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وايي:«تېره کال طالبانو د فراه له ښار څخه بهر حضور درلود، خو اوس طالبان د فراه ښار ته را ننوتي دي او دننه په ښار کې جګړه دوام لري.»
د فراه یو تن اوسېدونکی عبدالستار حسیني زیاتوي:«۸۰ سلنه فراه د طالبانو په لاس کې دی او ۲۰ سلنه نور هم په بشپړه توګه د ګډوډۍ په حال کې دی او دا کار د فراه د خلکو د جدي اندېښنې لامل شوی دی.»
د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ګل بهار مجاهد هم د دغه ولایت پر وړاندې جدی ګواښونه مني.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«طالبانو خپل ټول توان په کار اچولی ترڅو د ښار او یا ولایت د ځينو برخو له پرځېدو سره، بهرنیو استخباراتي بنسټونو ته لاسته راوړنې ولري.»
اخوا د ملي دفاع وزارت په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«زموږ امنیتي ځواکونو د فراه له ښار څخه بهر د طالبانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي او موږ طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.»
ویل کېږي اوسمهال طالبان د فراه ښار په شمالي برخه کې ځای پر ځای شوي او دغه کار د فراهوالو اندېښنې راپارولې دي.