طالبان ادعا کوي چې د دوی یوه پنځه کسیز پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي. او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په حل لارو یې خبرې کړې دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې په «وټس اپ» کې خپره شوې، ویلي، دوی د افغان جګړې د سیاسي حل غوښتونکي دي خو دا چې څنګه؟ نور جزییات یې نه دي ورکړي.
کهڅه هم د طالب او پاکستاني چارواکو د لیدنې کره وخت مالوم نه دی خو تېره اوونۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر استازو اسلام اباد ته سفر کړی وه او د محاذ ګوند له مشر حامد ګیلاني سره یې هم خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امریکې تر فشارونو لاندې دی ترڅو دا هېواد له هغو ترهګرو سره چې په دوامداره توګه پر افغان او امریکايي ځواکونو بریدونه کوي او په وروستۍ پېښه کې چې په کابل کې د انټرکانټیننټل پر هوټل برید دی خپلې اړیکې له پاکستان سره پرې کړي.