د اسلامي جمعیت او حکومت مرکچي پلاويو له نهه ځله بې پایلو خبرو اترو وروسته یو ځل بیا خبرې پيل کړې.
د جمعیت اسلامي او حکومت استازو پرون د بهرنیو چارو په وزارت کې د لسم ځل لپاره مخامخ خبرې کړې دي، خو سرچینې وایي، کله چې دغه ناسته هم بې پایلې پای ته ورسېده، نو اوس یوناما د منځګړتوب لپاره ګام پورته کړی دی.
د جمعیت اسلامي د ویاند مرستیال ذبیح فطرت په دې اړه وویل:«د څو مسلو په اړه اختلاف شتون لري، له هغې ډلې برېښنايي پېژند پاڼې دي، اصلي بحث ټاکنې دي، د پارلما ګوندي کول دي او همدارنګه ځينې نورې موضوعګانې دي.»
ځینې سرچینې وايي چې حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې دا موضوع له فني اړخه وڅېړي ترڅو د هغه پر بنسټ پرېکړه وشي.
د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد وايي:«لومړی خو ولسمشر باید ښاغلی نور نه وای ګوښه کړای خو کله یې چې ګوښه کړ باید مذاکره نه وای کړې خو کله چې مذاکره کوي اوس باید قانون عملي کړي.»
له بلخوا یونما د اسلامي جمعیت او ارګ ترمنځ د دې سازمان د منځګړیتوب په اړه د پوښتنې په ځواب کې داسې وايي:« د ملګروملتو سازمان د دواړو لوریو د غوښتنې په ځواب کې په لنډمهال کې له سولهییزې حل لارې په ملاتړ بوخت دی، نړیواله ټولنه ژمنه ده چې له افغانستان سره په ۲۰۱۸ کال کې له بااعتباره ټاکنو سره مرسته وکړي.»
خو د ولسمشر لخوا د بلخ ګوښه شوي والي په تېرو څو ورځو کې یو شمېر کسان ګوښه او پرځای یې نور ګمارلي دي، نوموړي په خپل لاسلیک او پرته له دې چې د سیمهییزو ارګانونو اداره خبره وي د بلخ د شولګرې ولسوال یې ګوښه او د دولت اباد ولسوال یې پر ځای ګمارلی دی.
د عطامحمد نور ویاند منیر فرهاد په دې اړه څرګنده کړه:«د بلخ د والي د لیدلوري پر بنسټ دا کار ترسره شوی او د خلکو غوښتنه وه.»
د شولګرې لیرې کړل شوی ولسوال سراج الدین عابد وايي:«زما پر ځای یې د شولګرې ولسوالۍ لپاره بل څوک راغلی او ماته هم ژمنه راکړل شوې چې ډېر ژر به یوې بلې ولسوالۍ ته معرفي شم.»
له دې سره سره ولسمشرۍ ماڼۍ له اسلامي جمعیت سره د خبرو د بیا پيلولو او همداراز له دغه ګوند سره د خبرو د بې پایلې کېدو په هکله څه نه وايي.
د سیمهيیزو ارګانونو اداره هم د عطامحمد نور لخوا د دوو ولسوالانو د ګوښه کولو او ګمارلو په اړه د نظر له څرګندولو ډډه کوي.