د پاکستان د تحریک طالبانو د محسود څانګې مشر خالد محسود چې په خان سید سجنا مشهور وه او په شمالي وزیرستان کې یې د دغې ډلې مشري په غاړه لرله، ووژل شو.
سجنا، چې له حقاني شبکې او د پاکستان له پوځ سره په نېږدې همکارۍ، په افغانستان کې د دولتي ځواکونو او په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د بریدونو په ترسره کولو تورن وه.
هغه په شمالي وزیرستان کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې وژل شوی دی.
خو ځینې پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې سجنا د افغانستان په سرحدي سیمو کې وژل شوی دی.
هغه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له هغې وروسته چې د پاکستان د تحریک طالبانو مشر حکیم الله محسود، په شمالي وزیرستان کې ووژل شو، د پاکستان د تحریک طالبانو مشري یې ترلاسه کړه. هغه په هغې وخت کې ۳۶ کلن وه.
په ورته وخت کې، د کندهار امنیه قومندان وايي ټولې ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې فعالیت لري په پاکستان کې پټنځایونه لري.