Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني:افغانستان له نړیوالۍ ترهګرۍ سره مخ دی

ولسمشر غني د (کابل بهیر) په دویمې غونډه کې چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې، وايي چې افغانستان د نړیوالۍ ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی او دا ګواښونه ډېر روښانه او د زیاتېدو په حال کې دي.

ولسمشر غني د افغانستان او د سیمې او د نړۍ هېوادونو ترمنځ د یوې اجماع په جوړېدو ټینګار وکړ.

د کابل پروسې دویمه غونډه د سولې او امنیت په اړه د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان د ترهګرو د ګواښونه له زیاتوالي سره مخ هېواد بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« ګواښ د سیاسي تاوتریخوالي او د نړیوالې ترهګرۍ پنځمه څپه ده موږ له دغه  دښمن سره مخامخ یو، دا دښمن له پولې هغې غاړې او جنایتکارسازمانونه دي دا ګواښونه نه یوازې دا چې واضح دي له بده مرغه چې په زیاتیدو او بې پولې دي.»

ولسمشر وايي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترهګریرو پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:« له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه باید په مستقیمه توګه پراخه کړو چې نړیوالې ترهګرې ډلې وویشو او له ترهګرو په ملاتړ هیوادونو شرایط وضع کړو.»

د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس افغانستان د ترهګرو له پيچلې جګړې سره مخامخ هېواد بولي او وايي، په افغانستان کې له شپږ تر اتو زرو بهرني ترهګر شته دي، چې دغه ترهګر افغانستان ته د منځي ختيځ څخه تګ راتګ کوي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی:« په تېرو دوه نیمو کلونو کې مو زیات شمېر بهرني ترهګر نیولي دي چې د سیمې په ځینو هېوادونو پورې تړاو لري د هغو هېوادونو نوم نه اخلو خو دوی زموږ په عملیاتو کې نیول شوي او دا د افغانستان په جګړه کې د پيچلتیا ښودنه کوي.»

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:« طالبان او نورې ترهګرې ډلې له نشه‎يي توکو په کال کې دوه نیم میلیارد ډالر ګټه اخلي، او سیمه‎يیزې ترهګرې ډلې هم له دې ښکارندې دوه نیم میلیارد ډالر ترلاسه کوي او په خپلو عملیاتو کې ترې کار اخلي.»

افغان حکومت طالبان، داعش، حقاني شبکه، لشکرطیبه او نورو ترهګرې ډلې له یو بل سره تړلې ډلې یادولو سربېره دغه ډلې په افغانستان او سیمه کې مخ پر زیاتېدو بولي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دې اړه زیاته کړه:« د زموږ د ملي امنیت او ملي ګټو پرخلاف ګواښ دی نه یوازې زموږ بلکې د نورو هېوادونو د اقتصادي ګټو پرخلاف ګواښ دی.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني څرګنده کړه:« دا ناسته زموږ د ټولو لپاره ښه فرصت دی چې یوه ملي اجماع رامنځته شي دا چې څه ډول له جنایتکارو او ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړو او دوي ته ماته ورکړو. »

په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو استازي هم ګډون لري، خو په کابل کې د روسیې سفیر دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د کابل پروسیې لومړی غونډه د سږني کال په جوزا میاشت کې جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ