د ملي دفاع وزارت د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې د یوې چورلکې نسکورېدل تائیدوي.
یاد وزارت وايي چې د یوه بهرني هوکړه کوونکي شرکت سپینه چورلکه تېره ورځ(یکشنبې د کب۱۳مه) د فني ستونزو له امله غورځيدلې ده.
دا الوتکه په اکاډمۍ کې د ننه لوېدلې ده.
د چورلکې نسکورېدو په پایله کې د دې شرکت پنځه کارکوونکي ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې د ټپیانو حالت ښه دی.
په همدې حال کې د ناټو یو ویاند وايي چې د پېښې ټپیان ټول ناټو غړو هېوادونو وګړي دي، خو په دې اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.