د ټاکنو کمېسیون د عملیاتي چارو مسوول تائیدوي چې په ټول هېوا کې به شپږ ویشت سلنه د رایو ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونه د نا امنیو له کبله نه پرانیستل کېږي.
د دې چارواکو په وینا، ۷۶۴ مرکزونه چې باید پرانیستل شوي وی، تراوسه تړلي دي او ۳۵۴ مرکزونه یې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
زمری قلمیار څرګندوي:«توکي کابو څلور سوه لسو مرکزونو ته لا نه دي رسېدلي او دا مرکزونه په یو څلویښت ولسوالیو کې دي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې ۱۲۳ مرکزونه نه دي پرانیستل شوي، ۱۱ ولسوالۍ هم د نسکورېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د دغه کمیسیون د شمېرو له مخې تراوسه دوه میلیونه او ۳۰۰ زره کسانو چې ۲۹ سلنه یې مېرمنې دي نوم لیکنه کړې ده.«هڅه کوو چې دې مرکزونو ته په لنډ وخت کې مواد ورسوو او غیر فعال مرکزونه فعال شي.»
له دې سره د غبرګولي میاشتې پر پنځمه پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنه پیل کېږي او دا لړۍ به د یادې میاشتې تر ۲۲مې دوام ولري.
په داسې حال کې چې د ټاکنزکمپاینونه په رسمي توګه نه دي پيل شوي، خو د پارلماني چارو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې ډېر شمېر استازي ناستو کې نه وي حاضر او په غیر رسمي توګه ټاکنیز کمپاینونه مخې ته وړي.
دفیفا بنسټ د پارلماني چارو څارونکی،حسیب معترف وايي:«ټاکنیز کمپاینونه وروسته له دې چې د ټاکنو مهال اعلان شو موږ شاهد یو چې استازي په تدریجي توګه په ناستو کې کمیږي.»
ولسي جرګه باید چې شنبې، دوشبې او چهارشنبې ځانګړې اجندا او ناسته ولري، خو د جرګې اداري پلاوي په دې اوونۍ کې دوشنبې په کمېسیونونو کې چارو ته ځانګړې کړې وه، خو یو شمېر غړي وايي چې د کمېسیون ډېرې ناستې هم په دې ورځ ترسره نشوې.
د ولسي جرګې امنیتي کمېسیون مرستیال، عبدالحی اخندزاده په دې اړه وايي:«له بده مرغه چې نن ډېر شمېر کمېسیونونو ناستې نه درلودې او دوه یا درې کسه یې هم نه وو راغلي، یو د کورني امنیت کمېسیون غړي زیات دي چې د ۲۴ کسانو له ډلې یوازې ۶ یې حاضر وو.»
مخکې له دې هېوادوالو د ولسي جرګې غړو پر کارکړنو او دا چې د خلکو ستونزو ته غوږ نه نیسي، نیوکې درلودې.