د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي چې په دغه ولایت کې د ملي پوځ ۱۲ سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي او ۸ تنه نور یې ټپيان دي.
محمدطاهر رحماني زیاتوي چې دغه سرتېري د فاریاب ولایت په شیرینتګاب ولسوالۍ کې له طالبانو په جګړه کې وژل شوي دي.
ښاغلی رحماني وايي چې طالبانو د ملي پوځ ۸ تنه نور سرتېري له ځان سره بیولي دي او همدارنګه درې پوستې د هغوی لاسته ورغلي دي.
خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي چې طالبان د شیرینتګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې له دولتي ځواکونو سره په نښته شوي چې په پایله کې یې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور وژل ټپيان شوي دی.
د هغه په وینا، په دغې نښته کې ۵ طالب اورپکي وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپيان دي.