وروستي خبرونه
Thumbnail

کېدای شي افغانستان کې طالبانېزم پر مرکزي اسیا توپان ورولي

د روژې مبارکه میاشت؛ هغه میاشت چې مسلمانان په‌کې کرۍ ورځ خوراک -څښاک نه کوي، زغم په‌کې لري، پرهیزګاري کوي او عبادتونه. خو سږکال په افغانستان کې دا مبارکه میاشت څرنګه تېره شوې؟

په افغانستان کې دا تېره روژه تر بل هر وخت خونړۍ وه. داسې چې طالبانو په‌کې په بې‌رحمۍ سره وژنې روانې ساتلې وې او د دې جګړه‌ځپلي هېواد په ډېرو ځایونو کې یې عام افغانان په نښه کړل.

په دې وروستیو کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید د مې میاشتې د ۸ مې نېټې و، چې کابل کې یې د نجونو د ښوونځي زده کوونکې په موټر‌بم په نښه کړې. هغه برید چې شاوخوا ۸۰ کسان یې ووژل او اکثره یې د ښوونځي زده کوونکې نجونې وې.

دغسې بریدونو کې طالبان خپل لاس لرل ردوي، خو د طالبانو دا انکار د قناعت وړ نه دی. ځکه چې زیات افغانان په افغانستان کې د تاوتریخوالي او تروریزم پیلوونکي طالبان ګڼي. طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې امریکا سره په دوحه کې د سولې سند لاسلیک کړ او ان د تاوتریخوالي د کمولو یې وویل، خو تاوتریخوالی یې کم نه‌کړ، نو له دې ډلې د دایمي او هر اړخیز اوربند تمه نه‌شي کېدای.

اکثره افغانان د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې پر سند نیوکې کوي، هغه سند چې د افغانستان د دولت په نه موجودیت کې لاسلیک شوی دی. افغانان فکر کوي، چې د دوحې په سند کې طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړل شوی پرته له دې چې طالبان د تاوتریخوالي/ترهګرۍ څخه لاس اخېستلو ته اړ کړي یا، دا امتیاز داسې ورکړل شوی، چې د طالبانو تېر ظلمونه او مفکوره نه‌ده مطالعه شوې.

د نړۍ په سیاسي ډیکشنرۍ کې د طالب کلمه، له عربۍ کلمې  طالب‌العلم څخه اخېستل شوې او هغو ځوانانو ته ویل کېږي چې په مدرسو کې دیني سبق وايي او د اسلامي شریعت لپاره مبارزه کوي، چې افغانستان او پاکستان کې یې بدیل عصري حکومتي سیسټمونه دي.

اسلامي مدرسې یو پخوانی سیسټم دی، چې مسلمانو ماشومانو ته دین ورښيي. خو د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې یو ژور بدلون راغی او دا هغه مهال و، چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځ‌والو پرېکړه وکړه چې د شوروي کمونیستانو خلاف جګړه کې سیاسي اسلام وکاروي.

دا نو هغه وخت وو، چې په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې، شوروي پر افغانستان برید کړی وو. په دې مهال کې لوېدیځ او عرب ملګرو یې، د کفارو خلاف د جهاد لپاره میلیاردونه ډالر پانګونه کړې وه، په پاکستان کې یې زرګونه مدرسې جوړې کړې وې، چې د اسلام په جامه کې سختدریځي دغو مدرسو ته ورسېده او زرګونه افغانان یې، له ذهني اړخه، شوروي ځواکونو سره جګړې ته چمتو کړل.

په ۱۹۹۴ کال کې افغانستان کې د طالبانو ډله راپورته شوه او د دې لپاره چې د پخوانیو مجاهدینو ترمنځ د کورنیو جګړو تشه ډکه کړي.

د پاکستان امنیتي بنسټونو طالبان د دې لپاره غوره کړل چې افغانستان کې د خپل سیاست ژورو ته پرې ځان ورسوي.

اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۳۶ زره مدرسې دي، دا نو د طالبانو د بشري ځواک د تمویل فابریکې دي. دا مدرسې په یو لوی کاروبار بدلې شوي، چې پوځ یې ملاتړ کوي او د منځني ختيځ په لویې پانګونې سره یې مذهبي کسان سمبالوي.

په دغو مرستو کې زیات شمېر زده کوونکي افغانان دي، کوم چې افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو پر مهال کارول شوي او اوس هم کارېږي.

په ۱۹۹۱ کال کې افغانستان کې د شوروي اتحاد د پرځولو او په ځانګړې توګه پر امریکا د القاعده له‌خوا د سپټمبر د ۱۱ مې تر بریدونو وروسته، ډېرو خلکو فکر کاوه چې لوېدیځې نړۍ د نورو نړۍوالو قدرتونو خلاف د سیاسي اسلام کارولو کې خپله تګلاره بدله کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ د نسکورولو لپاره د امریکایي ځواکونو بریدونو او په پاکستان، افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د القاعده پر وسله والو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو دا تصور رامخې‌ته کړ، چې ګنې سختدریځو/اسلامي مبارزینو ته د امریکا او لوېدیځ‌والو پام شته؛ دوی یې دښمنان دي او د له‌منځه وړلو لپاره یې جنګېږي.

خو دا وروستي بدلونونه او په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو د دوحې د سولې لاسلیک شوی سند، پورته انګیرنه ردوي. په لومړیو کې ګڼو خلکو فکر کاوه، چې طالبانو سره د دوحې لاسلیک شوی سند به، د ډانلډ ټرمپ له‌خوا د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنو لپاره یو سیاسي جوړجاړی وي. خو کومه کړنلاره چې د امریکا نوي حکومت د دوحې د سند په هکله رامخې‌ته کړې: له دې سره چې دې سند افغانستان ته سوله او پخلاینه را نه‌وړله، خو بیا یې هم پر دې سند د بیاغور نه ډډه وکړه، نو دا چلن دا ښکاره کوي چې طالبانو لپاره د امریکا سیاست دایمي/ثابت دی.

داسې برېښي، چې امریکا غواړي طالبان د افغانستان په اوسني سیسټم کې راګډ کړي او که دا په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د حکومت او افغان ټولنې د لاسته راوړنو په بیه هم وي، په لاسته راوړنو کې د اساسي قانون پر بنسټ نوی دولت، د ښارونو پرمختګ او د خپلواکو رسنیو په ګډون یوه نوې خو متحرکه مدني ټولنه راځي.

همداشان، افغانستان د سیمه‌ییز او نړۍوال پیوستون په اصلي لاره بدل شوی.

ظاهراً داسې ښکاري، چې امریکا قانع شوې، چې ګنې د القاعدې پخوانی ظرفیت یې پام وړ کمزوری کړی او القاعده نوره امریکا او د امریکا د اروپایي ملګرو امنیت ته ګواښ نه ده.

خو تر کومه چې (terror syndicate) سره تړاو کې اندېښنه ده، نو دا

 یوه سیمه ییزه ستونزه هم ده. خو ولې امریکا باید په دې هکله اندېښنه ولري؟  په هر صورت، کېدای شي، دا؛ چین، روسیې، مرکزي اسیا او لوېدیځه اسیا کې ایران ته سرخوږی جوړ کړی.

ځینې شنونکي دا موضوع نوره هم پسې غځوي. شنونکي د امریکا او طالبانو نوې اړیکه په یوروشیا (افغانستان، ارمنستان، اذربایجان، بېلاروس، جورجیا، قزاقستان، قرغزستان او منګولیا) کې د نوې سړې جګړې نښه بولي.

امریکایي پالیسي جوړوونکي، د چین اقتصادي ځواک لپاره د کمربند او سړک نوښت، په ۲۱ مه پېړۍ کې تر ټولو لویه ننګونه ګڼي. داسې ښکاري، چې امریکایي پالیسي جوړوونکي اوس خپل ټول پام پر دې ساتي چې د دغې چارې د پرمختګ مخنیوی وکړي.

داسې ښکاري، چې پخوانی شوروي او اوسنۍ روسیه هم، په منځني ختیځ او د نړۍ مخ پر ودې نورو سیمو کې خپل نفوذ بیاځلي پراخوي.

له بده مرغه د افغانستان (جیوستراتیژیک) موقعیت داسې دی، چې د نورو لویو قدرتونو سیالي خپلې خاورې ته راجلبولی شي.

د نوې سړې جګړې را د بره کېدونکي شرایط، مخکنیو هغو سره یو څه ورته والی هم لري. د چین خلاف سیاسي او ستراتیژیک غیر رسمي یووالی ( څلوړ اړخیزې امنیتي خبرې - کواډ) کرار کرا رسمي کېږي او کېدای شي چې دا ګام پراخ شي. د سویلي چین بحر کې تاوتریخوالی نه یوازې دا چې کېدای شي دوام وکړي، بلکې دا تاوتریخوالی نور هم زیاتېدای شي. خو د تېرې سړې جګړې په شان، کله چې د ناټو او وارسا ترمنځ ترینګلتیاوو اروپا دوو برخې کړه او په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان کې جګړه وشوه، دغسې سړه جګړه کېدای شي اسیا کې هم راپورته شي.

مذهبي ملیشه / ترهګري چې په تیره شخړه کې تولید شوې او کارول شوې د نوې لانجې لپاره هم کار کوي. دا چاره داسې ده، لکه د جهاد فابریکې چې لا هم د تولید په حال کې وي او سلګونه زره روزل شوي کسان لا هم په مارکیټ کې وي.

د ۱۹۹۰ کلونو تجربه چې هر څه وه، که بیا تکرار شي، طالبان به واک ته و نه رسېږي. که داسې وشي هم، د حکومت مخالفې د داعش، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان او نورې ډلې په سیمه کې شته.

داعش ډله لږ تر لږه د افغانستان په ختیځ کې یوه ولایت کې شته، یوازې د طالبانو د نوم بدلولو او په ورته اساسي مفکورې سره.

له مذهبي افراطیت ورهاخوا، توکمیر ملي هویت بله ناسمه لیکه ده، چې په نوي سیاسي تحول کې ترې کار اخیستل کېدای شي. داسې ښکاري چې د (پان – ترک) په شکل سره، ترکیې ته هم ملت‌پالنه رسېدلې، چې پر سیاست به اغېز کولی شي. دا به ځانګړې وي، ځکه چې ترکیه، د نوې ترکۍ ملتپالنې بنسټ دی، له خپل تېر سیکولر ځان بېلوي او د ترکيې اسلامي هویت ته هرکلی وایي.

د اردوغان په مشرۍ ترکیه، په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره کېدای شي دغه کار وکړي، خو اسلامي فعالیت سره ترکي ملتپالنه په منځني ختیځ کې وژونکې سیاسي وسیله هم کېدلی شي.

په دې نوې سیاسي څپه کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځګ په څېر غورځنګونه ازبکستان، سنکیانګ او د منځنۍ اسیا نورو سیمو ته ګواښ پېښولی شي. خو یو طالب پلوی افغانستان حالت په بنسټیره توګه بدلولی شي.

افراسیاب خټک د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د سیمې په چارو خبر سیاستوال دی.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په پورته مقاله کې لیدلوری طلوع نیوز نه تاییدوي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو مسوول دی او که څه په‌کې ناسم وي، نو سموونه به په‌کې ورزیاته شي.

افراسیاب خټک لیکلي، چې کېدای شي لوېدیځوال په اسیا کې د قدرت په سر سیالۍ لپاره، د مذهبي افراطیت/ ترهګرۍ تګلاره رامخې‌ته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه