Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو پرمختګونو د بایډن حکومت تمې وننګولې

افغانستان کې بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو مخته تګ سره، د جوبایډن په ولسمشرۍ د امریکا حکومت ننګول شوی، داسې چې نړۍوال اصولو ته درناوی نه تر سترګو کېږي.

که څه هم طالبانو په خبرو د شخړې د حل څرګندونې کړي، خو قوماندانانو یې په تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه د ۱۷ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

اسوشټیډپریس خبري اژانس خپل رپوټ کې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو په حواله لیکلي، چې د طالبانو چلن د ۲۰۰۱ کاله په شان دی، هغه مهال چې امریکا ځپلي وو.

د بشري حقونو مدافع بنسټونو ویلي، چې طالبانو نیولي کسان وژلي او او دا غوښتنه یې هم کړې، چې د ۱۵ کلنو نه کم عمره نجونې دې هم واده شي – خو د طالبانو ویاند دا تورونه رد کړي دي.

له دې سره اسوشټیډ پریس د سپینې ماڼۍ د ویاند جین ساکي په حواله لیکلي:"که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، په اوسنیو ګامونو سره، هغوی دا مشروعیت نه‌شي خپلولی."

دا له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ دوحه کې پر افغان سوله نړۍوالې غونډې وشوې.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته تللي وو، چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

خلیلزاد تر دغو غونډو وروسته ویلي:"موږ پر ښارونو د بریدونو سملاسي بندول غواړو. سیاسي حل غواړو او هر دولت چې په زور واک ته ورسېږي، رد به وي."

له دې ټولو سره د ملګرو ملتونو سرمُنشي پرون جمعه پر طالبانو غږ کړی، چې بریدونه بند کړي او که په زور حاکمېدل غواړي، نو دا خبره دې هېره کړي.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونه وایي، طالبان هماغسې دي، چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې ځپلي وو او اوس یې نیولي کسان وژلي، خو د طالبانو ویاند دا تورونه رد کړي.

تصویر بندانگشتی

افغانستان کې بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو مخته تګ سره، د جوبایډن په ولسمشرۍ د امریکا حکومت ننګول شوی، داسې چې نړۍوال اصولو ته درناوی نه تر سترګو کېږي.

که څه هم طالبانو په خبرو د شخړې د حل څرګندونې کړي، خو قوماندانانو یې په تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه د ۱۷ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

اسوشټیډپریس خبري اژانس خپل رپوټ کې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو په حواله لیکلي، چې د طالبانو چلن د ۲۰۰۱ کاله په شان دی، هغه مهال چې امریکا ځپلي وو.

د بشري حقونو مدافع بنسټونو ویلي، چې طالبانو نیولي کسان وژلي او او دا غوښتنه یې هم کړې، چې د ۱۵ کلنو نه کم عمره نجونې دې هم واده شي – خو د طالبانو ویاند دا تورونه رد کړي دي.

له دې سره اسوشټیډ پریس د سپینې ماڼۍ د ویاند جین ساکي په حواله لیکلي:"که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، په اوسنیو ګامونو سره، هغوی دا مشروعیت نه‌شي خپلولی."

دا له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ دوحه کې پر افغان سوله نړۍوالې غونډې وشوې.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته تللي وو، چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

خلیلزاد تر دغو غونډو وروسته ویلي:"موږ پر ښارونو د بریدونو سملاسي بندول غواړو. سیاسي حل غواړو او هر دولت چې په زور واک ته ورسېږي، رد به وي."

له دې ټولو سره د ملګرو ملتونو سرمُنشي پرون جمعه پر طالبانو غږ کړی، چې بریدونه بند کړي او که په زور حاکمېدل غواړي، نو دا خبره دې هېره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه