Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان او پاکستاني حکومتونو ستونزه چېرته ده؟

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ اشغال پر مهال، په دغه هېواد کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې شدیده کرکه موجوده وه. د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دې کرکې د خپرولو تر شا د هغو بهرنیو کړیو لاس و، چې په تېرو دوو لسیزو کې يې په افغانستان کې مداخله کوله. په دې موده کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان سره د افغانستان د ډېرو ستونزو اصلي علت همدا کرکه وه.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د امارت له رسېدو سره سم، اوسني حکومت ته له تېر جمهوریت څخه ډېرې ستونزې په میراث پاتې شوې. تمه وه چې پر افغانستان د امارت له واکمنۍ وروسته به د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي. په پیل کې دا اړیکې ښې معلومېدې. آن پاکستانیو چارواکو د امارت لپاره په نړیواله کچه لابي کوله چې په رسمیت وپېژندل شي او تعامل ورسره وشي. امارت هم له پاکستان سره همکاري کوله، له ټي ټي پي سره یې د مذاکراتو کوربه‌توب وکړ. د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ مذاکرات ښه روان وو او خبره دې ته رسېدلې وه چې بریالي شي، خو په ډراماتیک ډول د سولې خبرې بې پایلې شوې او آن پاکستان اعلان وکړ چې نور له ټي ټي پې سره خبرې نه کوي. بریدونه لا پسې زیات شول، پاکستاني لوري پر امارت فشار زیات کړ او په نړیوالو سټیجونو یې هم پر امارت ګوزارونه پیل کړل. امارت ځ‍ینې ګامونه پورته کړل، خو پاکستاني چارواکو بیا بیا وویل چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي. ورو ورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم ترینګلتیا زیاته شوه د پاکستان موقت حکومت په یوه بې ساري ګام کې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې دا پر امارت د فشار لپاره ستر د پاکستان له اړخه ستر کار و او فضا یې لا زیاته کړه پړه کړه.‌

ستونزه ولې پیل شوه؟

د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پې ترمنځ خبرې ښې روانې وې،‌ د خبرو یوه کوربه راته وویل چې «پر ۹۰ سلنه مسایلو توافق شوی وو»، ډېره نږدې وه چې توافق وشي، خو پاکستانی لوری په شا شو.‌ له دې سره یو بل مهم تحول دا و چې عاصم منیر د پاکستان د پوځ مشر شو، هغه د خبرو پر ځای جګړې ته تمایل درلود، خبرې لغوه شوې او جګړه زیاته شوه.‌ ستونزه له همدې ځایه پیل او ورو ورو زیاته شوه.

پاکستاني چارواکو له امارت غوښتل چې د ټي ټي پي پر ضد ګام واخلي، هغوی فعالیت ته پرې نږدي، ویې نیسي، بندي یې کړي او آن پاکستان ته یې وسپاري. د امارت لپاره دا غوښتنه ځکه د منلو نه وه چې یو خو په تېرو شلوکلونو کې ټي ټي پي د ناټو او امریکا پر ضد له دوی سره مرسته کړې، له بله اړخه دا چاره ورته د خپلو ارزښتونو خلاف ښکاري. تر دې مهمه دا چې امارت د یوه نوي حکومت په توګه نه غواړي د ټي ټي پي دښمني واخلي، د خپل ځان پر ضد یوه بله جبهه خلاصه کړي. دوی پوهېږي چې که پر ټي ټي پي زیات فشار راوړي، د دې امکان شته چې پر داعش واوړي، ځکه د داعش ځیني مهم وژل شوي او ژوندي غړي د ټي ټي پي غړي وو. دا هغه څه دي چې امارت ته ترې ستر خطر پېښېدلی شي. د امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په خبره «موږ د پاکستان په امنیت کې مرسته کوو، خو ددې لپاره هغه څه نه کوو چې خپل امنیت او سترې ګټې له ګواښ سره مخ کړو، موږ له پاکستان سره په امنیت کې مرسته کوو او دا زموږ په ګټه ده، خو موږ د عاصم منیر د ناسمو تګلارو د بیې پرې کولو ته تیار نه یو، د پاکستان غوښتنې باید معقولې او له ځمکنیو واقعیتونو سره برابرې شي».

تر دې دمه داسې برېښي چې امارت به د پاکستان له خوښې سره سم د ټي ټي پي پرخلاف نظامي اقدام ونه کړي؛ خو دا په دې معنا هم نه ده چې امارت به په پاکستان کې د ټي ټي پي له کړنو سره همغږی وي. د ټي ټي پي د کړنو او د پاکستاني حکومت له عملي کېدو لرې توقعاتو امارت په یوه سخت وضعیت کې واقع کړی دی. دا هغه حالت دی چې پاکستان یې نه درک کوي او له امارت هغه څه غواړي چې دوی یې نه شي کولی.

نو امارت د پاکستان لپاره څه کولی شي؟

د پاکستان یوه غوښتنه دا وه چې امارت دې د قبایلي کډوالو استوګنځایونه له ډېورنډ کرښې لرې ځای ته انتقال کړي، امارت دا کار وکړ، خو ورسره یې پاکستاني لوري ته دا پیغام و، چې دا بیا هم د ستونزې اساسي حل نه دی، بلکې اصلي حل دا دی چې له ټي ټي پي سره خبرې او سوله وشي.‌ دا سوله اوس آسانه او ارزانه ده، خو که جګړه پراخېږي او د پاکستان او امارت ترمنځ اړیکې نورې هم خرابېږي، دا سوله به بیا سخته او ګرانه وي.‌ دا خبره هم مهمه ده چې پاکستاني چارواکي د ټي ټي پي د اصلي غوښتنو په اړه خپل ولس ته ناسم معلومات ورکوي، دا کټ مټ هغسې ناسم معلومات دي لکه په تېرو شلو کلونو کې به یې چې ویل « هند په افغانستان کې ۱۲ قونسلګرۍ لري». ټي ټي پي به ځینې سختې غوښتنې ولري، خو په هغو مذاکراتو کې چې په کابل کې وشول، له ځینو غوښتنو تېر شول او هغه غوښتنې پاتې شوې چې د پاکستان لپاره یې منل ستونزمن نه وو.‌ قبایلي سیمو ته د ور اوښتي خسارې جبران، د بندیانو خلاصون، له قبایلو د پوځ ایستل او پخواني قانون ته د قبایلو ورګرځول یې مهمې غوښتې وې. دا هغه غوښتنې دي چې پاکستان ته یې منل تر هغو ارزانه دي چې په جنګ کې یې بیه پرې کوي.‌ دا هغه څه دي چې د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونه او ولس پرې باید پوه شي او پکې خپل دریځ ولري. د دې مسئلې سوله‌ییز حل به نه یوازې دا چې د پاکستان لپاره یوه اسانه لار وي، بلکې دا به امارت هم له ستونزې خلاص کړي. پورته دلایلو ته په پام، افغان حکومت به د ټي ټي پي پرخلاف پوځي اقدام ونه کړي او د درېیمې لارې حل موندلو کې د پاکستان حکومت کولای شي له امارت سره مرسته وکړي.

په پاکستاني واکمنو کې یو نظر دا هم دی چې د افغانستان په خاوره کې دې پر ټي ټي پي بریدونه وشي، که داسې وشي، حالت تر هغه ډېر خرابېدلی شي چې تصور یې کېږي، ځکه امارت به د خپل حیثیت لپاره هم یو څه کوي. دا هغه څه دي چې دواړه ولوسونه یې نه غواړي‌ او ګټه یې مخامخ د دواړو هېوادونو دښمنانو ته ور اوړي. که داسې څه کېږي ددې شونتیا هم شته چې امارت د نظام په توګه د ټي ټي پي ملاتړ وکړي او په دې سره بیا حالت ډېر خرابېږي.‌

خو له دې ټولو ترینګلتیاوو سره سره په افغانستان کې امارت له پاکستان سره د ټکر پلوی نه دی، د امارت د لوړې کچې یو چارواکی راته ویل یې: « دا ستونزې به دایمي نه وي، د پاکستان له خوا د مهاجرینو له را ایستلو نیولې، پر امارت تر تورونو او ګڼو نورو ناسمو کړنو پورې،‌ ټولې چارې موږ د پاکستان د ولس او نظام نه، بلکې د یوې خاصې کړۍ کار ګڼو او موږ تمه لرو چې دا حالت بدل شي او یا ددې خاصې کړۍ واکمني دوام ونه کړي». بل خوا که له پاکستانه د مهاجرینو د ایستلو په اړه د پاکستاني ولس او سیاستوالو دریځونه وکتل شي، نو دا خبره یقیني کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې فضا د یوې خاصې کړۍ د پرېکړو پایله ده. په پاکستاني سیاسي ګوندونو او ولس کې هم دا درک تر یوه بریده ښکاري چې اصلي ستونزه چا جوړه کړې ده او څوک پر جګړه ټینګار کوي،‌ خو په پاکستان کې دا حالت بدل نه شي، د حالاتو د سمون چانس کم دی.

په پای کې د حل ‌لاره دا ده، چې په معقوله توګه او ځمکنیو واقعیتونو ته په کتو بحث او تعامل ته دوام ورکړل وشي. تُندې خبرې، بیانیې او دغه راز په رسنیو کې یو پر بل د تورونو لګول به کومه مثبته پایله ونه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی کړکېچ لا پسې پراخولی شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د امارت له رسېدو سره سم، اوسني حکومت ته له تېر جمهوریت څخه ډېرې ستونزې په میراث پاتې شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه