د افغان تېلې کام شرکت عمومي رییس وايي چې کابو تر اوو میاشتو به، افغانستان د چین له نوري فایبر سره ونښلي.
هغه زیاتوي چې د واخان د دهلېز پروژې ترڅنګ چې د مخابراتو وزارت یې د عملي کېدو په حال کې دی، دغه شرکت هڅه کوي چې د تاجکستان او قرغیزستان له لارې د ورېښمو لارې له نوري فایبر کرښې سره ونښلي.
په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت په هېواد کې د انټرنېټ د ټیټ کیفیت لامل د نوري فایبر ستونزې بولي. هغه زیاتوي چې د نوري فایبر شبکې له پراختیا سره به دا ستونزه حل شي.
د افغان تېلې کام عمومي رییس اجمل عیان د دغه شرکت د تېر کال د کړنو د رپوټ ورکړې او د نوي کال د پروګرامونو له وړاندې کولو سره وویل چې ټاکل شوې ترڅو د افغان تېلې کام شرکت تر یوې نیمې میاشتې خپل انټرنېټي بیه ۵۰ سلنه ټیټه کړي او تر شپږو راتلونکو میاشتو د انټرنېټ د «څلورم نسل» خدمتونه کابل کې پیلي کړي.
همدارنګه ټاکل شوې چې دغه شرکت په ۱۳۷۹ لمریز مالي کال کې ۱۲۷ مېلیون ډالره پانګونه وکړي،له ۴۰gbps څخه ۱۰۰gbps ته د دغه شرکت د انټرنېټي خدمتونو د ظرفیت لوړوالی او د چین له نوري فایبر سره پیوستون د دغه شرکت د پانګونې له مهمو برخو دي.
د افغان تېلې کام عمومي رییس اجمل عیان په دې اړه وویل:«د ورېښمو لار کرښه وروستۍ ده، انشاالله د ۲۰۱۹ ز کال تر جولایه به بشپړ شي او موږ د تاجکستان او قرغیزستان له لارې له چین سره به ونښلو. د دې ترڅنګ چې موږ د واخان پر دهلېزهم کار کوو چې تر درې کلونو وخت نیسي.»
خو د افغان تېلې کام شرکت په دولت کې د بروکراټیک اداري بهیر د خپلو پروګرامونو د ژر عملي کېدو په وړاندې خنډ بولي.
ښاغلي عیان څرګنده کړه:«زه فکر کوم چې په دولتي ادارو کې ځينې بروکراسي پروسې زموږ د ځينو پرمختګونو مخه نیسي.»
په ورته وخت کې د مخابراتو وزارت وايي چې ټاکل شوې د انټرنېټي کیفیت د ښهوالي لپاره، راتلوونکی کال څه باندې سل دولتي سایټونه له نوري فایبر سره ونښلول شي.
د مخابراتو وزارت ویاند سایر ځلاند په دې اړه وویل:«د کیفیت مسله په نوري فایبر ته ورګرځي. موږ هڅه کوو چې د سلام مخابراتي شرکت لپاره ټولې دستګاوې له نوري فایبر سره ونښلو، کهچېرې زموږ ټول سایټونه ونښلول شي موږ کولای شو چې پېرودونکو ته ستره ډېټا واستوو او همدارنګه واقعي ۴G وړاندې کړو.»
کهڅه هم د انټرنېټ څلورم نسل خدمتونو هم په افغانستان کې په لاره اچول شوي خو د انټرنېټي خدمتونو پر ټیټ کیفیت د هېوادوالو شکایتونو پر خپل ځای دی.
د افغان تېلېکام شرکت رییس مني چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره «اترا» په درې وروستیو درې کلونو کې دغه او نور مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله ۹۰۰ افغانۍ جریمه کړي دي.