Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه: ډکسامیتازون کولی شي د کوویډ۱۹ ناروغ ژوند وژغوري

بریټانیا کې څېړونکي وايي چې استروییدي ډکسامیتازون کولی شي د یو په دریمه برخه ناروغانو چې حالت یې نازک وي ـ ژوند وژغوري.

د څېړونکو په خبره دا لومړۍ ځل دی چې د یادو درملو موثریت د کووید نوولس ناروغانو لپاره ثابت شوی دی.

د بریټانیايي څېړونکو له دغه اعلانه وروسته د دغه هېواد روغتیا وزارت هم روغتونو کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره د ډکسامیټازون د کارولو اجازه ورکړې ده.

د یادوني وړ ده دا درمل هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چې حالت یې نازک وي او په ازموینو کې یې ګډون کړی وي.

د امریکا متحده ایالاتو اکسفورډ پوهنتون هم اعلان کړی دی چې دکسامیټازون یا استروئیدونه یو په دریمه برخه د هغو ناروغانو ژوند ژغوري چې د کرونا ویروس سختې نښې لري.

بریټانیايي ډاکټرانو ویلي که دا درمل په دغه هېواد کې له لومړیو ورځو کارول شوې وی، ښایې زرګونه کسان به نه مړه کېدل.

 دا درمل تر ډېره د التهاب کمښت لپاره کارول کیږي.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکی، مارتین لاندري وايي:«دا یوه ازمایښتي پایله ده چې ښیې تر اکسیجن لاندې د کووید نوولس ناروغان دکسامیتازون روغ کړي دي.»

دوی د کووید نوولس ناروغۍ درملنه کې دا یو پرمختګ بولي.

څېړونکي وايي دا لومړۍ ځل دی چې د یادو درملو موثریت د کووید نوولس ناروغانو لپاره ثابت شوی دی

شریک یي کړئ