ټاکل شوې نن شپه (د لیندۍ په ۲۱مه نېټه) د کابل په کوربه توب د "شب نبرد" ازادو سیالیو یوولسم پړاو پیل شي.
لومړۍ لوبه به د دغو سیالیو اتل او کمربند لرونکي، واحدالله نژند او ذکي رسولي ترمنځ وي، او نژند به له خپله کمربنده دفاع وکړي.
نژند مخکې له دې له طلوع نیوز سره خبرو کې ویلي و چې سیالي ته چمتووالی لري او بریا به یې په برخه وي، خو رسولي هم له چمتوالي خبرې کړې وې.
په دې سیالیو کې پنځو ایراني لوبغاړو هم ګډون کړی او له خپلو افغان سیالانو سره به قفس ته د ننه شي.
دغه سیالۍ به ماښام اووه بجې په ژوندۍ بڼه له لمر ټلویزیون نه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
په دې اړه مو اندونه