د کرونا ویروس له کبله د توکیو المپیک سیالیو مشعل وروسته له یوه کال ځنډه د جاپان په فوکوشیما ښار کې روښانه کړل شو.
ټاکل شوې وه دا مراسم په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې ترسره شي، خو د کرونا وبا له کبله ۲۰۲۱ ته وځنډول شول.
د المپیک سیالۍ به سږ کال د هجري لمريز کال د وږي په لومړۍ نېټه پیل شي.
د توکیو لوبو د ترسراوي کمېټې اعلان کړی چې د روغتیايي تابیاوو لپاره به نندارچیان مراسمو کې ګډون نه کوي.
مخکې له دې یو شمېر په دې باور وو چې د کرونا وبا له کبله به د المپیک لوبې بیا وځنډول شي، خو اوس د مشعل روښانه کولو سره ښکاره شوه چې لوبې به په خپل وخت ترسره شي.