Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اولمپیک سیالیو کې لوبېدو ته د افغان لوبغاړو تیاری

ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو په جاپان کې د اولمپیک دوه دېرشم پړاو سیالۍ پیل شي. په دې مهمو سیالیو کې څلورو سپورټي برخو کې پینځه افغان لوبغاړي ګډون کوي.

د ځغاستې ۱۰۰ متره سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي کیمیا یوسفي او شاه‌محمود نورزایي، د لامبووهنې برخه کې فهیم انوري، د نښې ویشتنې برخه کې مهدي یاوري او د تکواندو برخه کې فرزاد منصوري د افغانستان په استازولۍ خپل بختونه ازمويي.

یوه افغان لوبغاړي فرزاد منصوري ویلي:«دې سیالۍ لپاره مې درې کاله خواري کړې او تر خپلې وسې به، د بریا لپاره هڅه کوم.»

یوه بل لوبغاړي فهیم انوري ویلي:«زموږ ملاتړ وکړئ چې وکړای شو، د نړۍ دې مهمو لوبو کې ویاړ وګټو.»

د ځغاستې افغانې لوبغاړې کیمیا یوسفي ویلي:« زه ښه چمتو یم او د جولاي پر ۳۰ مه به زما سیالي وي، چې انشالله افغانستان ته به ویاړ وګټم.»

لوبغاړي شاه محمود نورزایي ویلي:«د اګسټ پر لومړۍ زما لوبه ده او ډېره هڅه کوم چې سیالي وګټم.»

د تکواندو روزونکي محمد بشیر تره‌کي ویلي:« لوبغاړي ښه چمتو دي او د افغانستان ښه استازیتوب به وکړي او بیا به افغانستان ته مډالونه وګټي.»

د توکیو اولمپیک سیالۍ به راتلونکو دوو ورځو پورې پیل شي، چې د نړۍ ۱۶ هېوادونو نه ۱۹۵ لوبغاړي په‌کې دي.

شریک یي کړئ