د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې، نن (پنجشنبه) د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې ۳ پر یو له ایرانه ماتې ومنله.
د افغانستان او ایران د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ دغه لوبه چې د یادو سیالیو په ډي ډله کې د تایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه، د افغان لوبډلې یوازنی ګول مهران غلامي و واهه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي به د دغو سیالیو دویمه لوبه راتلونکې اونۍ له کوېټ سره وکړي.
افغانستان د اسیا جام د فوټسال په سیالیو کې له ایران، بحرین او کویټ سره په یوه ډله کې دی.
د اسیا جام سیالۍ سږ کال د نړۍوال جام ته د لار موندنې په موخه د تایلنډ په کوربتوب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ دوام لري.
په دې اړه مو اندونه