Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له ویسټ انډيز سره دوهم لوبه هم وبایلله

د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې شنبې(د لړم په ۱۸مه نېټه) له ویسټ انډيز سره خپله دوهم لوبه د ۴۷ ویکټو په توپير سره وبایلله او د یوې ورځنۍ لوبو جام یې خپلې سیالې لوبډلې ته پرېښود.

دغه لیدنه کې ویسټ انډيز د توپ وهنې په برخه کې لومړۍ لوبه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې وتوانېده چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې ترسره کړي.

د توپ وهنې په برخه کې د ویسټ انډیز لپاره پورن ښه وځلید او چې د خپلې لوبډلې لپاره ۶۷ منډې ترسره کړي او پر وړاندې یې د افغانستان لپاره نوین الحق ښه لوبه وکړه او سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

په همدې حال کې افغان لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه نه درلوده او ونه توانېدل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي، خو افغان لوبغاړی، نجیب الله ځدران ښه لوبه وکړه او د افغانستان لپاره یې ۵۶ منډې ترسره کړې.

همداراز د افغانستان پر وړاندې توپ اچونه کې د ویست انډیز لوبغاړی، کوتریل درې افغان لوبغاړي له لوبې ویستل.

د لوبې په پای کې د ویسټ انډيز لوبغاړی، پورن د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې افغانستان سبا دوشنبې(د لړم په ۲۰مه) خپله دریمه یوه ورځنۍ لوبه د ویسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد کریکټ ملي لوبډلې دا یوولسمه پرله پسې یوه ورځنۍ لوبه ده چې د خپلو سیالانو پر وړاندې یې بایلې او ان نه دي توانېدلي چې یوه هم وګټي

شریک یي کړئ