افغان معلولیتلرونکی لامبوزن، عباس کریمي چې ۱۸ کاله عمر لري تېره شپه(جمعه د وري۳۱مه) امریکا متحده ایالاتو کې د «ایندیاناپلیس» لامبو لوبو کې ۵۰ متره واټن کچ کړ او د سروزو مډال یې واخیست.
د افغانستان لامبو فدراسیون مشر، قسیم حمیدي وايي چې نوموړی به نن د ۱۰۰ مترو واټن لامبو لوبو کې هم ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي کریمي تېر ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې هم المپیک لوبو برخې سیالیو کې هم له امریکا متحده ایالاتونو دوه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي وو.
نوموړی په دې کال کې د ازاد او پتنګوزمه ډولو لامبو په ترسره کولو کې وتوانید د افغانستان په استازیتوب، پارالمپیک نړیوالو لوبو ته لاره پیدا کړې ده.
دی په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې هم په ترکیه کې د سرو زرو ګټونکی شوی وه.
ټاکل شوې ده چې عباس کریمي به سبا هم د ۵۰ کلاس پتنګوزمه ۱۰۰ متره او ۱۰۰ متره کرال لوبو کې لامبو وکړي.