د افغانستان نامتو معلول لامبوزن عباس کریمي د لامبو په نړیوالو لوبو کې د سرو زرو ۲ مډالونو ګټلو وروسته د ۲۰۱۷ زیږدیز کال نړیوال پارالمپیک لوبو ته لاره پیدا کړه.
د هېواد دغه ۱۸ کلن نامتو لامبوزن په پتنګوزمه لامبو کې نن سهار(دوشنبې د غبرګولي۲۲مه) وتوانید چې په ۴۰ ثانیو کې ۵۰ متره لامبو ووهي او د امریکا وچې لخوا په نړیوالو لوبو کې د حضور ونډه خپله کړي.
دغه اتل مخکې له دې هم په ۴۰ ثانیو کې ۵۰ متره لامبو وهلې او د سرو زرو مډال یې لاسته راوړی دی.
عباس کریمي د ازاد او پتنګوزمه ډولو لامبو په ترسره کولو کې وتوانید د افغانستان په استازیتوب، پارالمپیک نړیوالو لوبو ته لاره پیدا کړې ده.
له دې سره کریمي توانېدلی چې آزاده او پتنګوزمه لامبو کې ښه وځلیږي او د ۲۰۱۷ زیږدیز کال پارالمپيک لوبو کې چې په مکسیکو کې ترسره کېږي، هم ګډون وکړي.
د امریکا په اندیانا کې د مکسیکو پارالمپيک لوبو سهمیې په موخه ۱۸ هېوادونو لوبغاړو په ګډون لویې ترسره شوې.
کریمي چې پرته له لاسونو زیږيدلی دی، د لامبو لومړۍ زدهکړې یې کابل کې د قاسمي او علي حمدي تر څار لاندې ترسره کړې دي.
نوموړی پنځه کاله کېږي چې د افغانستان د معلولیتلرونکو لوبډلې کې لوبه کوي.