ټاکل شوې ده چې نن(سېشنبې د غبرګولي۱۵مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هند دهرادون ښار د راجیف ګاندي لوبغالي کې له بنګله دیش سره خپله دوهمه شل اوریزه لوبه وکړه.
د دې لوبو کوربهتوب افغانستان کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د روانې زیږدیزې میاشتې په درېیمه هم له بنګله دیش سره لوبه درلوده چې خپلې سیالې لوبډلې ته یې ۴۵ منډو په توپير ماته ورکړه.
افغان لوبغاړو لومړی توپ اچونه پیل کړه او وتوانیدل چې سیالې لوبډلې ته د یو ۱۶۸ منډو هدف وټاکي او د بنګلادیش لوبغاړي هم و نه توانیدل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.
افغانستان په ټوله کې په پوره ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې وکړې ، مجیب او راشد نا سوځیدلي پاتې شول.
راشد خان چې د ۱۳ منډو په ورکولو سره یې په درېیو اورونو کې درې ویکټې واخستې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرکټ ملي لوبغاړي خپله بله درېیمه لوبه د روانې زیږدیزې میاشتې په ۷مه هم د بنګلادیش پروړاندې ترسره کړي.