ټاکل شوې د وه افغان لوبغاړي د افغانستان په استازیتوب بیجینګ کې د اسکي په ژمنیو لوبو کې ګډون وکړي.
دوه افغان لوبغاړي، سیدعلي فرهنګ او سجاد حسیني چین کې د بیجینګ ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په ژمني اسکي لوبو کې ګډون وکړي.
د هغې هوکړې له مخې چې نن(یک شنبې د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د المپیک ملي کمېټې او د اسکي فدراسیون ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې د دغو دوو لوبغاړو لګښت د لوبو تر رارسېدو پورې د المپیک ملي کمېټې او د نړیوال المپیک یووالي پروګرام لخوا ورکړل شي.
د هېواد د المپيک ملي کمېټې مسوولین وايي، هېواد کې د ژمنیو لوبو پراختیا د دغې کمېتې له کاري لومړیتوبونو شمېرل کیږي.