د افغانستان کرېکټ بورډ د شبې پر شپه (د وږي په ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د عامې روغتیا وزارت اجازه ورکړې چې ننداره چیان کولای شي په قسمي توګه له نږدې د شپږیزې لوبې ننداره کړي.
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د عامې روغتیا وزارت اجازه ورکړې چې د شپږیزې لیګ لوبې د ۳۰ سلنه ننداره چیانو له حضور سره د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزارت د لارښونې پر بنسټ، د لوبو جوړونکي باید داسې ترتیب رامنځته کړي چې د هرو دوو ننداره چیانو ترمنځ دوه مټره واټن موجود وي، ټولو ننداره چیانو ته ماسک ووېشل شي او ننداره چیان د لوبغالي په پرانیستې واټن کې کېني.
ټاکل شوې ده چې د کرېکټ د شپږیزې لیګ اوم پړام لوبې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په شپږمه په کابل کې پيل شي او د همدغې میاشتې تر ۱۶مې به دوام وکړي.
د امو، بند امیر، بُست، کابل، مس عینک او سپين غر لوبډلې به په دغو سیالیو کې حضور ولري.
په دغو سیالیو کې د راشد خان او محمد نبي په ګډون د هېواد د کرېکټ ټول ملي لوبغاړي به ګډون وکړي.
دغه سیالۍ کولای شي چې د اسیايي او نړیوالو سیالیو لپاره د کرېکټ ملي لوبغاړي چمتو کړي.