د افغانستان غوره لیګ شپږم پړوا په درېیمه اوونۍ کې شاهین اسمايي او موجهای امو لوبډلې د لوبې ډګر ته ووتلې.
د لوبې په پنځمه دقیقه کې شاهین اسمايي لوبډلې ګول ترسره کړ خو دا ګول ونه منل شو.
د لوبې په لړ کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې چې د شاهین اسمايي لوبډلې غړي مجتبی فیض د لوبې په ۴۱ مه دقیقه کې د موجهای امو په دروازه پرانیسته او د لوبې لومړۍ نیمه ۱- ۰ پای ته ورسېده.
دویمه نمایي هم شاهین اسمايي ښه پيل کړه ددې ټيم لوبغاړي مجیب الله فیضي د لوبې په ۸۳ مه دقیقه کې ګول وواهه.
د لوبې په دوام سره موجهای امو لوبډلې لوبغاړو د ګول وهلو هڅې وکړې خو د لوبه د ۲-۰ د شاهین اسمايي په ګټه پای ته ورسېده.
د شاهین اسمايي لوبډلې په دې بریا سره د شپږو امتیازو څښتن شو او د دې لوبو نیمه پای لوبو ته يي لار پیدا کړه.
له دې وړاندې د میوند اتلانو لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار پيداکړې ده.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په اړه د لاز زیاتو مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ:http://www.afghanpremierleague.com/ps