د رحماني بنسټ له لوري د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالو لړۍ په درېیمه لوبه کې اباسین څپې لوبډلې له سپین غر بازانو لوبډلې د ۳-۲ پر وړاندې وګټله.
اباسین څپې لوبډلې، ښه لوبه وکړه او د دې لوبډلې لپاره زین الدین شریفي ډېر ژر لومړی ګول ترسره کړ، د لوبې اتمه دقیقه کې بیا عبدالله فضلي دویم ګول وواهه.
په داسې حال کې چې سپین غر بازانو لوبه بایللې ګڼله، خو لوبغاړو یې د ګول وهلو ډېرې هڅې وکړې، چې بریالي نه شول. خو په داسې وخت کې چې د لوبې لومړۍ نیمايي پای ته دوې دقیقې پاتې وې سپين غربازانو هم یو ګول وواهه.
د لوبې دویمه نیمايي هم ۱ـ۲ پر وړاندې پیل شوه، خو دې پایلې ډېر دوام ونه کړ او عبدالله افضلي د لوبې په ۶۲ دقیقه کې دویم ګول هم ترسره کړ او په دې سره د اباسین څپې ګولونه درې شول.
د سپين غر بازانو لوبډلې په دويمه نیمايي کې هم د ګول وهلو هڅې وکړې او په ۸۶ دقیقه کې یې دويم ګول وواهه، چې په دې سره لوبه ۲ـ۳ پر وړاندې د اباسین څپې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده راتلونکې لوبه سبا د سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ وشي.