راشد خان د هند غوره لیګ د روان پړاو په اتمه لوبه کې چې د سنرایریز حیدراباد او راجستان رایلز ترمنځ د جمعې پر شپه(د وري په ۹ مه) ترسره شوه د خپلې لوبډلې سنرایزیر لپاره ښه وځلېد او د غوره لوبغاړي لقب یې خپل کړ.
د دغې لوبې لومړنۍ پاڼۍ د توپوهنې په برخه کې راجستان رایلز پیل او د ۲۰ اورونو له لوبولو او دوه لوبغاړو له سوځېدو سره یې د راشد خان لوبډلې ته ۱۹۹ منډې هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې د راجستان لپاره سنجو سمسون ښه وځلېد او ۱۰۲ منډې یې ترسره کړې.
خو په مقابل کې بیا د سنرایریز حیدراباد لپاره د هېواد تکړه توپ اچوونکی راشدخان ښه وځلېد او وې کړای شول چې د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی له ډګره بهر کړي.
د سنرایریز لوبډلې لوبغاړي د راشدخان ملګري وتوانېدل چې په ۱۹ اور کې د پنځو تنو له سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړي.
د توپوهنې په برخه کې د سنرایریز لپاره ډېوېډ وارنر ښه وځېلد او وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ۶۹ منډې ترسره کړي، بلخوا بیا د توپ اچوونې په برخه کې د سیالې لوبډلې لپاره ګوپال ښه وځلېد او ۳ تنه یې د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په پای کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی راشدخان د توپ اچونې او توپ وهنې په برخه کې د ښې ځلېدو له امله د لوبې غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.