Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوړو هیلو ته د رسېدو لپاره له لوړو څوکو الوتنه

د فراشوټ په واسطه الوت هغه لوبه ده چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلې ده او دغې لوبې ډېر مینه‎وال پیدا کړي دي.

د هېواد د دغې لوبې ځینې لوبغاړي کابل ته نېږدې غرونو ته د تمرین لپاره ځي او وايي چې هغوی هڅه کوي چې ځانونه له هېواد څخه بهر سیالیو ته چمتو کړي.

لیدا حضوري د هېواد یوازینۍ هغه پېغله ده چې کابو پنځه کاله کېږي د کابل په شاوخوا کې د غرونو لوړو څوکو ته ځي او له فراشوټ سره الوت کوي.

د فراشوټ په واسطه د الوت لوبغاړې لیدا حضوري لیدا حضوري وویل:«ټول زما وروڼه دي او ټول د یوې کورنۍ په څېر سره تمرین کوو. د یو بل ترڅنګ او یو ځای سره غواړو چې پرمختګ وکړو. که‎چېرې موږ ته زمینه برابره وي، او دولت له موږ سره مرسته وکړي، موږ کولای شي نړیوالو لوبو ته ورسېږو.»

ده مېرمن له نرینه‎وو سره خپل تمرینات په مخ بیايي او وايي هغو لوړو هیلو ته د رسېدو لپاره چې لري یې ډېره هڅه کوي.

په هېواد کې د فراشوټ په واسطه د الوت استاد نوید پویل څرګنده کړه:«لیدا زموږ له لوړنیو زده‎کوونکو څخه ده چې راغلې او الوت یې زده‎کړی دی.هغه الوت کوي او ښه پرمختګونه یې لرلي دي. زموږ په ټولنه کې هغه لومړنۍ مېرمن ده چې دغې لوبې ته یې مخه کړې او الوت یې زده‎کړی دی.»

د فراشوټ په واسطه د الوت لوبغاړی اجمل اماني هم څرګنده کړه:«له لیدا څخه زما ترخه خاطره دا ده زما یو زوی چې ۳ کلن دی او له الوت سره ډېره مینه لري، کله چې له موږ سره دلته راځي، لیدا هغه ډېر ځوروي او له هغې څخه ډېر په تنګ دی. کله چې موږ دلته د الوت لپاره راځو، وايي چې پلار جانه لیدا راځي که نه؟ کله چې وایم چې لیدا راځي، بیا وايي خی زه نه ځم.»

دغه لوبغاړي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فراشوټ په واسطه د اوت لوبه خپره کړي او د دغې لوبې د فډراسیون رامنځته کول یوه جدي اړیتا بولي او له مسوولو بنسټونو غواړي ترڅو د افغانستان د ملي اولمپک کمېټې په چوکاټ کې د فډراسیون د جوړېدو په زمینه کې پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ