Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان په ساحلي فوټبال کې مالیزیا ته ۵ - ۳ ماتې ورکړه

د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له پیاوړیتا سره پیل کړی او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې کوربه مالیزیا ته ۵-۳ ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې رؤوف قادري عالي کړنه لرله او د افغانستان له پنځو ګولو څخه یې درې ګوله ده ترسره کړل.

د ملي لوبډلې دوه نور ګولونه حضرت‎ګل باران او زین‎الدین شریفي ترسره کړل.

د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په ډله‎ييز پړاو کې خپله دویمه لوبه د چین په وړاندې ترسره کوي.

د هېواد د ساحلي فوټبال لوبغاړي په داسې حال کې د چین په وړاندې ډګر ته ځي چې دغې لوبډلې ته یې د اسیا د ۲۰۱۶ ویتنام کې ۹ پر ۶ ماتې ورکړې وه.

د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله په دویمه ډله کې چې د مرګ ډلې په نامه هم یادېږي له ایران،چین،بحرین او مالیزیا سره هم ډلې ده.

شریک یي کړئ