افغان ماشوم، مرتضی احمدي په قطر کې د خپلې خوښې فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي سره د سېشنبې پر ورځ په قطر کې ولید.
دا افغان ماشوم هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د پام وړ شو چې له پلاستیکي کڅوړې یې د میسي کمیس چمتو او اغوستی وه او انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول.
د قطر نړیوال جام کمېټې په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې افغان ماشوم له لیونل میسي سره خبرې کوي او میسي هغه د رسنیو پر وړاندې په غېږ کې نیسي.
لیونل میسي مخکې له دې له دوو ماشومانو سره لیدلي وه چې یو یې پرته له پښو نړۍ ته راغلی وه او بل یې د پښو له خوا معیوب وه.
مرتضی وویل:«زه ډېر خوشاله یم چې خپل اتل له ځانه سره لرم او دا زما لپاره خوب وه.»
مرتضی احمدي د غزني ولایت اوسېدونکی دی او په یوه منځنۍ کچه کورنۍ کې ژوند کوي. مرتضی وايي:«میسي پر ما ګران دی او هغه دېره ښه لوبه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د میسي کورنۍ نوموړي ته د میسي په شان د کمیس اخیستو توان نه درلود.
وروسته له دې چې د مرتضی انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، میسي ورته یو توپ او یو کمیس ولیږه.
هغه مهال د مرتضی پلار ویلي وه:«غواړم زوی مې د افغانستان میسي ووسي.»