د هېواد د کرېکټ د غوراوي کمېټې د سېشنبې په ورځ(د کب په ۱۰ مه)د ایرلنډ لوبډلې په وړاندې د ۹ لوبو د لوبېدو لپاره د کرېکټ د ملي لوبډلې د غړو نوملړ اعلان کړ.
دغه کمېټه،د ایرلنډ په وړاندې د دغو سیالیو ترسره کېدل د کرېکټ په نړیواله ډلبندۍ کې د افغانستان د مقام د ښهوالي لپاره ډېر ګټور دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د هند په ګرنرنووېدا لوبغاړي له ایرلند سره د سیالۍ لپاره له دوو ورځو راهیسې تمرینات پیل کړي دي او د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي کمېټه د ایرلند په وړاندې په درې شل اوریزو او ۴ یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلې اصلي ترکیب اعلان کړ.
د کرېکټ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مسؤول نوروز منګل په دغې خبري ناسته کې وویل:«موږ دغه لوبغاړي غوره کړي دي چې ایرلنډ ته ماتې ورکړم دغه لوبې موږ ته ډېرې مهمې دي ددې لپاره چې دواړه لوبډلې د کرېکټ شورا د دایمي غړیتوب لپاره نوماند شوي دي او همدارنګه په دغو سیالیو کې زموږ بریا کولای شي چې د کرېکت د نړیوالۍ شورا په ډلبندۍ کې زموږ مقام ښه کړي.»
له بلخوا د لوبډلې د غوراوي کمېټې غړی عبدالولي امین وايي:«موږ د لوبغاړو د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره د سیالیو له پیل څخه یوه اوونۍ وړاندې په هند کې یو لړ تدارکاتي تمرینات پیل کړي دي ترڅو زموږ لوبغاړي له هوا او د کرېکت له ډګر سره ډېر بلد شي.»
د هېوا د کرېکټ ملي لوبډله به د ایرلنډ په وړاندې پنځه یو ورځنۍ، یوه څلور ورځنۍ یا ټسټ لوبه،درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړي.
د یو ورځنۍ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ:
محمد شهزاد،حشمت الله شهیدي،ګلبدین نائب،نور علي ځدران،نجیب الله ځډران،راشد خان آرمان، جاوېد احمدي، محمد نبي عیسیخېل،دولت ځډران،اصغر ستانکزی،شفق الله شفق،حمزه هوتک، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال او فرید ملک
د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره لوبغاړي:
محمد شهزاد،نجیب الله ځدران،عثمان غني،شفق الله شفق،نجیب ترهکی،محمد نبي عیسيخېل،کریم جنت،دولت ځدران،ګلبدین نایب،فرید ملک،افتاب علم،راشد خان آرامان،حمزه هوتک،شاهپور ځدران سمیع الله شینواری او افسر ځاځی.