د کرکيټ نړيوالې شورا اعلان کړی چې په دوه زره و ديارلسم ميلادي کال کې يې د کرکيټ د دويمي درجې د لوبډلو د نړيوالو لوبو د ترسره کيدو لپاره چمتوالي پيل کړي دي.
دغه لوبې د دوه زره و ديارلسم ميلادي کال په مارچ مياشت کې په متحدو عربي اماراتو کې ترسره کيږي.
دغه لوبې د افغانستان، سکاټلنډ ، متحدو عربي اماراتو، کينيار ، کاناډا ، هالنډ او ناميبيا ترمنځ په مارچ او اپريل مياشتو کې ترسره کيږي.
ويل کيږي چې ددې سياليو په درشل کې د کرکيټ د نړيوالي شورا غړي هيوادونه په دوه زره و پنځلسم ميلادي کال کې په استراليا کې د کرکيټ په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره هم لوبې کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې په تيرو کلونو کې په نړيواله او ملي کچه کې ښې لاسته راوړنې درلودې ، ددې لوبډلې وروستۍ لوبې په يو ورځنۍ سياليو کې د پاکستان او استراليا په وړاندي وې چې له ماتې سره مخ شوې.
په دې اړه مو اندونه