Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پنجشیر کې د کابل،بامیانو او پنجشیر د سکي لوبغاړو ترمنځ سیالۍ

د لومړي ځل لپاره د پنجشیر ولایت په دره عبدالله خېل کې نن شنبې(د وري په ۱۹ مه) د بامیانو ، کابل او پنجشیر ولایتونو د سکي لوبغاړو ترمنځ لوبې وشوې او  ټاکل شوې ده چې دغه لوبې هر کال ترسره شي.

د سکي فډراسیون وايي چې یادې لوبې په هېواد کې د سکي د ودې او پنجشیر ته د سیلانیانو د راجذبېدو په موخه ترسره شوې.

د سکي فډراسیون فني مرستیال هارون کارګر وویل:«د دغو سیالیو د په لاره اچولو موخه دا ده چې دغه لوبې په دغې ولایت کې په یوه دود بدلې شي او ډېر ژر دغه لوبې په پنجشیر کې دودېږي.»

ځوانان او تنکي ځوانان د پنجشیر ولایت په غرنۍ سیمه کې له کلونو راهیسې په د ودیزه توګه د واورو په سر لوبه کوي.

په دغو سیالیو کې د سکي هېڅ ښځینه لوبغاړۍ حضور نه درلود او هیله کېږي چې دا لوبغاړي به په بهرنیو او کورنیو لوبو کې حضور ولري.

په پنجشیر ولایت کې د سکي لوبو پیل، د دغه ولایت د اوسېدونکو لخوا وستایل شوې.

په پنجشیر کې د قوم مشر شعیب وویل:«د سچرې پر سر د دغه ولایت د ځوانانو لېوالتیا د دې ښودنه کوي چې هغوی تر یوه بریده د سکي له لوبې سره علاقه لري او غواړي چې په دغه ولایت کې سکي دود شي.»

د دغو لوبو په پای کې، د سکي یوه اندازه توکي د بامیانو ولایت د سکي لوبغاړو او د سکي فډراسیون لخوا دې ځوانانو ته ورکړل شول.

اوس‎مهال بامیان د ژمنیو لوبو لپاره یوازینی مناسب ځای دی چې هر کال ډېر شمېر لوبغاړي د ژمنیو لوبو د ترسره کولو لپاره دغه ولایت ته سفرونه کوي.

شریک یي کړئ