اجرائیه رئیس وايي له هغو دوسیو چې له نړیوال مافیا سره تړاو لري او همدارنګه د دغه هېواد د مشرانو د خپلو له معامله ګریو څخه خبر دی.
اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د یکشبنې په ورځ د سپیدار په ماڼۍ کې د خپلو پلویانو په یوې غونډ کې وویل:«د اداري فساد له هغو دوسیو څخه چې له نړیوال مافیا سره تړاو لري،خبر لرم.او د دغه هېواد د مشرانو د خپلوانو له کارونو او له هغو معاملو کې چې لاسونه یې په کې بند دی خبر لرم.»
ولسمشر غني تېره اوونۍ د ځوانانو د روزنیز پارلمان په پرانیستغونډه کې ویلي وو:«هرځل چې زه د فساد پر ضد اقدام کوم،د یوې طبقې یوه برخه چې په لسګونو او سلګونو مېلیونه یې اخیستي دي،غږ پورته کوي،او ولسمشره، ځواک کې په خپل واک کې انحصار کړی دی.»
په همدې حال کې د احمد شاه مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود وايي:«فاسد کسان څه شول؟څوک سفیر ګماري،چا ته برائت ورکوي ټول یې همدلته دي.درغلي ولې فساد نه دی؟جعل فساد نه دی؟ دا یو ملي خیانت دی.ستر خیانت دی.»
ښاغلي مسعود زیاته کړه:«نو کله چې ولسمشر وايي چې له فساد سره مبارزه کوي،به بشپړه توګه غلط،دروغ،او دا صادقانه نه ده.»
په همدې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رئيس غلام حسین فخري ټينګار وکړ چې له اداري فساد سره مبارزه باید غوره کړل شوې نه وي:«له اداري فساد سره مبارزه باید د غوراوي په بڼه نه شي چې یو شمېر کسان استثنا وي او یو شمېر تر تعقیب لاندې وي.»
د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا خای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه