Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شاهین اسمايي د غوره لیګ نهم پړاو سیالیو پای لوبې ته لار وموندله.

د شاهین اسمايي لوبډلې نن شپه (دوشنبې د تلې په ۲۱مه) د سپین غربازار لوبډلې په وړاندې له بریا سره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو پای لوبو ته لار وموندله.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ د نیمه پای لوبو لومړی پړاو نن شپه د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو ترمنځ ترسره شو. چې په پای کې د شاهین اسمايي له دوو ګولونو سره خپل سیال مات کړ او د اتم ځل لپاره د دغو سیالیو پای لوبو ته لار پيدا کړه.

دواړو لوبډلو لوبه یرغلي پیل کړه او د دواړو لوبډلو لوبغاړو څو ځلې د یو بل دروازه د ګول له وهلو سره وګواښله، خو دا د شاهین اسمايي لوبډله وه چې وتوانېده د امان الله سرداري په واسطه ګول ووهي.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سپين غر بازان لوبغاړي د ګول د جبران لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دا هڅې بې پایلې وې او دا پاڼۍ ۱- ۰ د شاهین په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سپین غربازان لوبغاړو ډګر او توپ په واک کې درلود خو د شاهین اسمايي دروازه یې وازه نه شوی کړای او دا د شاهین اسمايي لوبډله وه چې بریا ته ورسېده.

په پای لوبه کې د شاهین اسمايي سیاله لوبډله به سبا د سمیرغ البرز او طوفان هریرود له منځه مشخصه شي.

شریک یي کړئ