د امریکا ولسمشر جو بایډن، یوه هندي اصله امریکایۍ سومونا ګوها یې د سوېلي اسیا لپاره د لوړپوړې مدیرې په توګه وګومارله.
د افغانستان د وضعیت څېړل هم په یو ډول دغه پُست پورې اړوند دی.
د بایډن د واک د لېږد ډلې - هریس ویلي دي چې سومونا ګوها، د دغه هېواد د ملي امنیت شورا کې د سولې اسیا د لوړپوړې مدیرې په توګه به کار وکړي.
د ډونلډ ټرمپ د حکومت پر مهال دغه مقام د لیزا کورټس په غاړه و.
سومونا ګوها، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د استازولۍ په ځانګړې دفتر کې د افغانستان په چارو کې مرستیاله وه او د بارک اوباما د حکومت پر مهال د جوبایډن په دفتر کې د ملي امنیت په چارو کې ځانګړې سلاکاره وه.
هغې همدارنګه په هند کې د امریکا د سوداګرۍ شورا کې او په سوېلي اسیا په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر د سیاست جوړونې پروګرام مرکزي دفتر کې کار کړی دی.