Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه کې د پښتنو د حقونو غوښتنه

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار کوي چې پښتانه باید د پاکستان حکومت او پوځ له ظلمونو وژغورل شي.

د یاد غورځنګ مشر، منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو سره د پښتونو او نورو قومونو حقنونه نقض کړي دي.

دوی همداراز افغانستان کې د جګړې پر ضد هم خبرې درلودې او د دیورند لیکې دواړو لورو ته د جګړې پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یووالي ټینګار کوي.

 منظور پښتین وايي:«یو پښتون نه دی، که بلوڅ دی که سندی دی، چې د خپلې خاورې خبره کوي، دوی ورباندې ظلم کويو ورباندې تشدد کوي، یوازې پښتانه نه چې سندی او بلوڅ دی، موږ ورته غېږ ورکوو چې یو ځای ودریږو چې له دې جابر ریاست مخې ته ودریږو.»

هغه وړاندې وویل:«نن افغانستان کې جګړه روان دی. زه له دې خیتې له روس نه واخله تر سریلانکا پورې غږ کوم چې که افغانستان کې جګړه پایته ورسېده، دغه خیتې کې به ټول پرمختګ وکړي.»

هغه څرګندوي:«زموږ حنیف پښتین په جیل کې دی، زموږ ابراهیم په جیل کې دی، داسې نور اته دېرش نور ملګري په جیل کې دي.»

غونډه کې د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، محسن داوړ هم څرګنده کړه چې د کشمير خلکو ازادۍ لپاره ټول پوښتنې ته صادق دی.

د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار د سوله ییزو مذاکرو پر ضد خبرې کړې دي، خو دوی خپلې  غوښتنې له ترهګرۍ سره مبارزه، خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ماینونو پاکول، د ورکو شویو کسانو ازادول او بیارغونه بولي.

شریک یي کړئ