د پښټون ژغورنې غورځنګ نن (یکشنبې، د لړم په ۲۵مه) د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه ښار کې یوه ستره غونډه جوړه کړه.
د پاکستان پخواني سناټور افراسیاب خټک په ټوېټري پیغام کې لیکلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جګړې سره په مخالفت کې ویلي دي چې د «ډيورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړه تپل کېږي.»
بلخوا د بشري ټولنې فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ خور بي بي په یوه ټویټ کې لیکلي:«د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د خیبر پښتونخوا په زرګونه تنه پښتنو د پښتنو په وړاندې د پاکستان حکومت پر ضد سره راټول شوي دي.»
د دغه غورځنګ ځينې پلویان د وزیرستان او خیبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو د میرانشا په سترې غونډه کې ګډون درلود.
دغه غورځنګ چې د پاکستان له پښتون مېشتو سمیو او له محکمې پرته د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو غوښتونکي دي، په دغې غونډه کې د پاکستان له حکومته غواړي چې په دې برخه کې کار وکړي.
د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان په دغو پښتون مېشتو سیمو کې د ماین پاکۍ او د پاکستان له نورو برخو سره د ټولنیزې برابرۍ غوښتونکی دی.
د پاکستان رسنۍ معمولاً دغه سترې غونډې نه پوښي.
له دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ له نړیوالو غواړي چې د ډيورنډ کرښې په دواړو لوریو کې د پښتنو د ځنځیريي وژنې لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی جوړ شي.
دغه غورځنګ په ۲۰۱۴ کال کې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شو او د هغه موخې، د پښتنو د حقونو ترلاسه کول، د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناارامیو پای، د ورکو شویو کسانو پیدا کېدل، ویل شوي دي.