ویتنام کې تېر کال کورونا په بریالیتوب کنټرول شوې وه، خو اوس پهکې، د اپریل میاشتې وروستیو راهیسې، بیا په چټکۍ په خپرېدو ده.
د ویتنام روغتیا وزارت، پرون شنبه وویل، چې متخصصینو معلومه کړې، چې دې هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ هندۍ او برېټانیوۍ بڼې شته او په چټکۍ په خپرېدو دي.
په ویتنام کې تېر کال کورونا ویروس ښه کنټرول شوی وو، خو اوس د اپریل میاشتې په وروستیو کې، یوې بلې څپې سره مخامخ دی. دې موده د کورونا ثبت شوې مثبتې پېښې ۶،۸۵۶ دي او د کورونا له کبله د مړه شویو کسانو شمېر پهکې ۴۷ تنه دی.
د ویتنام د روغتیا وزیر نګوین تانلانګ وویل: "په ویتنام کې د کورونا نوې بڼه معلومه شوې، چې د هندۍ او برېټانیوۍ بڼې نښې پهکې دي. "
ښاغلي تانلانګ په یوه دولتي غونډه کې، چې رویټرز ثبت کړې ده، ویلي دي: "د کورونا دا نوې بڼه هندۍ ده، چې په اصل کې د کووېډ-۱۹ برېټانیوۍ بڼه ده، ډېره خطرناکه ده. "
بلخوا د روغتیا نړۍوال سازمان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د تخنیکې څانګې سرپرستې ماریاوېن کروخووه، په یوه برېښنالیک کې لیکلي: "تراوسه موږ په ویتنام کې د کورونا د نوې بڼې په هکله ارزونه نهده کړې. په ویتنام کې زموږ دفتر د دغه هېواد د روغتیا له وزارت سره په ګډه کار کوي او ډېر ژر به نور معلومات مخې ته راشي."
له دې ټولو سره د ویتنام د روغتیا وزارت وایي، هڅه کوي د کوواکس پروګرام له لارې ۱۰ میلیونه ډوزه د کورونا ضد واکسین خپلو خلکو ته برابر کړي. دا راز، ۲۰ میلیونه ډوزه به د "پيفایزر" کمپنۍ او ۴۰ میلیونه ډوزه به، د روسیې "سپونټیکوي" کمپنۍ څخه وپېري.