Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیې په ختیځ کې له ۲۸ تنه سپرلۍ سره د یوې الوتکې لوېدل

د روسیې  دولتي (ار ای اې) خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه) د دغه هېواد یوه الوتکه چې ۲۸ تنه سپرلۍ یې لرله د دغه هېواد په ختیځ کې سیند ته لوېدلې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه الوتکه د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا په ټاپو کې د ناستې پر مهال سقوط کړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د دغې الوتکې د سقوط پر مهال د پېښې په سیمه کې څو بېړۍ هم په حرکت کې وې.

د روسیې تاس خبري اژانس د ځايي چارواکو پر حواله لیکي دي چې په دغې الوتکه کې ۲۲ مسافر او ۶ خدمې حضور درلود چې د پالانیز ښاروال اولګا موخیریوا هم حضور درلود.

ورته مهال د روسیې د بیړني حالت وزارت وايي چې دغه الوتکه د کاماچاتسکي - پتروپاولوسک په اوږدو کې د پالانا په لور په الوت وه او له هغې وروسته یې سقوط وکړ چې له هوايي ټرافیک سره یې اړیکه پرې شوه.

رپوټونه رسوي چې دغه الوتکه په ۱۹۸۲ کال کې یعنې کابو ۴۰ کاله مخکې جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ