Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک یو میاشتنی اوربند

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په یوې خبرې غونډه کې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د یو میاشتني اوربند د هوکړې خبر ورکړ.

دی وایي چې که دغه خبرې دوام ومومي، ښایي اوربند وغځېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري څرګندوي:«د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د یوې هوکړې له مخې،پر یوه بشپړ اوربند هوکړه وشوه. له طالبانو سره دغه خبرې د  پاکستان د اساسي قانون او نورو قوانینو پر بنسټ ترسره کېږي، البته هېڅوک په خبرو کې اساسي قانون بابېزه نه شي ګڼلی. که خبرې دوام ومومي ښایي اوربند تمدید شي.»

نوموړی وایي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو لنډمهالي حکومت د آسانچاري رول لوبولی دی.
 
چودري زیاته کړه:«په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دغو خبرو کې د آسانچاري رول درلود، نو دا ډېر یو ښه خبر دی چې له یوې اوږدې مودې وروسته دا سیمه چې له تاوتریخوالې اغېزمنه وه، اوس مهال د سولې پر لورځي.»

په دې لړ کې کابل د دواړو لورو ترمنځ اوربند ستایي او وایي چې په پاکستان کې امنیت د افغانستان په ګټه هم دی.
          
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي:«هغه خبرې اترې چې د پاکستان د سولې په هکله دوام لري، د پاکستان کورنۍ مسله ده. موږ پورې اړه لري. خو د پاکستان او سیمې پر امنیت خوشحاله کېږو. په پاکستان کې امنیت په افغانستان کې د امنیت په مانا دی او د افغانستان په ګټه دی.»

تر دې وړاندې رپوټ ورکړل شوی و چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په منځګړیتوب په خوست ولایت کې شوی دی.
        
د پوهنتون استاد عزیز مجددي په دې هکله وايي:«که چېرې دغه سوله پایلې ته ورسېږي، ویاړ یې اسلامي مارت او د افغانستان خلکو ته ورګرځي.»

د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه ویاند هم ویلي دي چې پر اوربند څارنه یوه اړینه چاره ده او د افغانستان طالبان به په دغو خبرو کې د منځګړي رول ولوبوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک له ۲۰۰۷ کال راهیسې په پاکستان کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه