د رویټرز خبري اژانس نن دوشنبې د فېلیپین د امنیتي چارواکو پر حواله رپوټ ورکړی دی چې د دغه هېواد په مرکزي او سوېلي ولایتونو کې د «رای» په نامه د توپان د قربانیانو شمېر ۲۰۸ تنو ته ورسېد.
د فېلیپین ملي پولیسو ویلي دي چې تراوسه ۵۲ تنه لادرکه شوي او وايي چې د دغه توپان له امله د ورکو شویو کسانو د پیدا کولو لپاره د پلټنې هڅې پيل شوي دي.
د بوهول ولایت قومندان ارټور یاپ ویلي دي چې توپان په دغه ولایت کې ۷۴ تنه وژلي دي.
د پولیسو له خوا د رپوټ شویو مرګ ژوبلې نیمايي شمېر د بوهول ولایت په مرکزي سیمې ویسایاس کې دي، دغه ولایت د ګرځندویۍ لپاره د فېلیپین یو له ځانګړو او ښکلو ځایونو څخه دی.
د «رای» په نامه توپانونو په فېلیپین کې کابو ۴۹ زره تنه کډوال کړي دي او په سبو، لېته او سوریګایو ولایتونو کې یې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړې دي.
ورته مهال، د فېلیپین ولسمشر روډریګو ډوټرته ویلي دي چې د هېواد له بودیجې هغو ولایتونه چې د دغه توپان له امله زیانمن شوي دي کابو ۴۰ مېلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
په دې اړه مو اندونه