Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په قزاقستان کې د وروستیو ناارامیو پر مهال ۲۲۵ کسان وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د قزاقستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د یوې اوونۍ لاریونونو پر مهال په دې هېواد کې د ۱۹ امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۲۵ کسان وژل شوي دي.

د قزاقستان د جرایمو څېړنې رییس سریک شلابایوف وايي، د وژل شویو کسانو جسدونه د هېواد بېلابېلو سړو خونو ته لېږدول شوي.

ښاغلي شلابایوف د جسدونو کره شمېر نه‌دی ورکړی، خو وايي، ښايي په دې اړه په راتلونکې کې نور جزییات ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، په دې لاریونو کې له ۵۰ زرو ډېرو کسانو ګډون کړی او په وینا یې ډېری یې د جنوري میاشتې په پنځمه هغه مهال غونډ شوي وو په څو ښارونو کې یې پر دولتي ودانیو، موټرو، بانکونو او هټیو بریدونه وکړل او اور یې ورته کړ.

داسې ویل کېدل چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري په دویمه د قزاقستان په لوېدیځ کې د خلکو لاریونونه د تېلو بیو لوړوالي له کبله پیل شول چې په چټکۍ سره ټول هېواد ته خواره شول او په دې سره په هېواد کې له حکومته د خلکو نارضایتۍ ډېره شوه.

خو د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف قاسم وايي «غلو او ترهګرو» یې په هېواد کې بې‌ثباتي رامنځ‌ته کړه او په وینا یې دوی «د بهرنیو په مرسته» په ګډوډۍ لاس پورې کړ، خو نوموړي د دې ادعا د اثبات لپاره څه لاسوندونه نه‌دي وړاندې کړي.

د قزاقستان د حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک د لاریونونو پر مهال سلګونه کسان ټپیان شوي چې تر دې مهاله د دې هېواد امنیتي ځواکونو نږدې ۱۲ زره لاریون کوونکي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له لاریونونو وروسته، د قزاقستان حکومت په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او وروسته یې د روسیې په مشرۍ له «ګډ امنیت تړون سازمان» څخه د «سوله‌ ساتو» ځواکونو د استولو مرسته وغوښتنه، څو په دې هېواد کې امن ټینګ شي او دې سازمان یې هم غوښتنه ومنله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه