Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیي د نفتو د احتمالي تحریم د اندېښنو له امله د تېلو د بیو ختل

رویټرز خبري ازانس رپوټ ورکړی دی چې د روسیې د تېلو او سونګ توکو پر صادراتو د احتمالي بندیزونو د اندېښنو له امله د تېلو بیه نن (سې شنبې د کب په ۱۷مه) لوړه شوې او د اومه تېلو (برنټ) بیه په هره بشکه کې له ۱۲۶ ډالرو اوښتې ده.

بلخوا روسیې هم خبرداری ورکړی دی که چېرې لوېدیځ خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي او په ځانګړې توګه د دغه هېواد پر نفتو بندیز ولګوي، شونې ده چې مسکو المان ته د خپلو غازو اصلي نل لیکه بنده کړي.

له دې سره سم، د روسیې د اومه تېلو تر ټولو ستر پېرونکي د انرژۍ د بندیز طرحې رد کړې دي.

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي تېره ورځ رویټرز ته وویل چې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې؛ خو «که چېرې دا پېښه رامنځته شي، شونې ده چې امیکا به د هغه په اجرا کې یوازې وي.»

د روسیې د انرژۍ د صادراتو درېدو د هغو بندیزونو په غبرګون کې چې له دې مخکې لګول شوي وو، د نفتي توکو بیه لوړه کړې ده.

د نفتو د صادرونکو هېوادونو د سازمان یا اوپک سرمنشي د دوشنبې په ورځ په یوې صنعتي غونډه کې خبریالانو ته وویل:«دم کړۍ په نړۍ کې هېڅ ظرفیت نشته چې وکړای شي د روسیې د ۷ مېلیون بشکو د صادراتو بدیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه خپل کابو ۴۰ سلنه غاز او ۳۰ سلنه تېل له روسیې تامین وي.

روسیه د نړۍ د نفتو تر ټولو دویم ستر صادرونکی هېواد دی او د ورځې کابو ۷ مېلیونه بشکې اومه نفت او نفتي محصولات صادروي.

امریکا په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستر مصروفونکی هېواد دی، شونې ده په یوازې د روسیې د نفتو واردات منعه کړي.

امریکا په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستر مصروفونکی هېواد دی، شونې ده په یوازې د روسیې د نفتو واردات منع کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه