وېل سمېټ تېره ورځ (دوشنبې) له کمېډین کرېس راک څخه له دې امله بښنه وغوښته چې نوموړی یې د اسکار په مراسمو کې په څپېړې وهلی و.
رویټزر خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د اسکار د غوره سینمايي لوبغاړي جایزې ګټوونکي وېل سمېټ د یکشنبې پر شپه د اسکار جایزو د ورکړې په مراسمو کې کرېس راک ته تر څپېړې وروسته له هغه بښنه وغوښته او خپله کړنه یې «د نه منلو او د نه توجیه وړ» بللې ده.
هغه وویل:«کرېس! د ټولو په مخکې غواړم له تا بښنه وغواړم. کار مې بې ځایه او غلط و.»
له هغې وروسته کله چې امریکايي کمېډین او د اسکار د ۹۴ مراسمو یوه چلوونکي کرېس راک د وېل سمېت د مېرمنې جیډا پینکټ پر وېښتانو چې د سیمه ییزې طاسي ناروغۍ (الوپسیا) له امله رېژېدلي دي، ټوکه وکړه، وېل سمېټ هغه ته څپېړه ورکړه.
سمېټ په خپل انسټاګرام کې ویلي دي:«تاوتریخوالی په هره بڼه زهرجن او ویجاړونکی دی.» هغه زیاتوي:«د تېرې شپې په اکاډمي مراسمو کې زما کړنه نه د منلو وړ وه او نه هم د توجیه. ټوکې زما د دغه مسلک یوه برخه ده، خو د جیدا د روغتیايي ستونزې په هکله ټوکه د زغم وړ نه ده او احساسي غبرګون مې وښود.»
ورته مهال د اسکار اکاډمۍ د وېل سمېټ کړنه غندلې او ویلي یې دي چې هغه به وڅېړي.
په دې اړه مو اندونه