Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا او اروپا پر روسیه تازه بندیزونه لګوي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې امریکا او د اروپا ځینې هېوادونه نن «سه‌شنبه» پر روسیه تازه بندیزونه لګوي. ویل کېږي، دا پرېکړه په اوکراین کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه له خپرو شویو راپورنو وروسته نیول کېږي.

ورته مهال، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، په هغه سیمو چې له روسي ځواکونو نیول شوي، ښايي ډېر مړي په‌کې وموندل شي.

بل‌پلو، د سپوږمکۍ په انځورونو کې ښکاري چې د اوکراین په بوچا ښار کې یو ډله‌ییز قبر هم موندل شوی دی. دا ډله‌ییز قبر وروسته له هغه موندل شوی چې روسي ځواکونو له دې ښاره په شاتګ کړی او د نړیوال غبرګونونه یې هم راپورته کړې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جنګي جنایت تورن کړی او د دوشنبې په ورځ یې د هغه د محاکمې غوښتنه هم کړې ده. ښاغلي بایډن همداراز ویلي، پر روسیې به لا ډېر بندیزونه ولګوي.

جوبایډن پرون خبریالانو ته وویل: «تاسو ولېدل چې په بوچا کې څه پېښ شوي. پوتین یو جنګي جنایتکار دی.»

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې روسیې د ملکي کسانو وژل کېدل په کلکه رد کړي او وايي، په‌دې اړه به د سه‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې کره لاسوندونه هم وړاندې کړي او ثابته به کړي چې روسي ځواکونه په‌دې وژنه کې ښکېل نه‌دي.

بل‌پلو، د سپوږمکۍ په انځورونو کې ښکاري چې د اوکراین په بوچا ښار کې یو ډله‌ییز قبر هم موندل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه